د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ پر لور یو څه پرمختګ شوی


فریډوم هاوس [Freedom House] په یوه نوي رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه پياوړي حکومت نشتوالی په دې هېواد کې د مطبوعاتو نسبي ازاد فعالیت ته لاره پرانیستې ده.

دا اداره وايي، په افغانستان کې په تیره یوه لسیزه کې د مطبوعاتو د ازادۍ پرلوریوڅه پرمختګ شوی او زیاتو مطبوعاتي خپرونو فعالیت پيل کړی چې لږ تر لږه د دې هېواد خام پرمختګ څرګندولای شي.

د فریډم هاوس څیړونکې الین اغیکیان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″افغانستان د نړۍ په هغو هېوادو کې دی چې د مطبوعاتو ازادي او د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره پياوړې ادارې نشته خو له دې امله چې په دې هېواد کې یو ډير پياوړی حکومت نشته، شدید دولتي بندیزونه نه شي لګیدلای او ژورنالیستان هغسې تر بندیز او تهدید نه دي لاندې لکه په ایران کې چې لیدل کیږي.

نو زه ویلای شم چې د ډيرو پياوړو ادارو او حاکم سیسټم نشتوالي، د مطبوعاتو یو څه ازادۍ ته لاره پرانیستې ده.″

ایلن اغیکیان وویل چې د نړۍ یوازې 14 فیصده خلک په داسې هېوادوکې اوسي چې هلته ازادۍ خوندي دي، خپلواکونظرونه اوریدل کیږي، ازادو معلوماتوته د خلکو لاس رسی شته، د ژورنالیستانو ملاتړکیږي او حقونه یې خوندي دی.

د فریډم هاوس په رپوټ کې ویل شوي چې ناروې او سویډن او په عمومي ډول د شمالي اروپا هېوادونه په تیر یوه کال کې د نړۍ ترټولو ازادې سیمې وې.

په دې هېوادونو کې مطبوعاتو په نسبي توګه خپلواک کار کړی او د ژورنالیستانو حقونه خوندي و.

دې نړېوالې څارونکې ډلې چې له امریکا فعالیت کوي، د نړۍ لس هېوادونه په هغه لست کې شامل کړي چې د مطبوعاتو ازادي په بې ساري ډول د محدودیت ښکار ګرځيدلې.

د لست په سرکې ایران، شمالي کوریا، اذربایجان، سربیا او عرا ق نومونه دي.

ترکمنستان، ازبکستان د روسیې له لوري الحاق شوې کریمیا او بیلاروس هم په هغو لسو سیمو کې دي چې د بیان پر ازادۍ بندیزونه زیات شوي او د زیاتوخبریالانو سره ناوړه چلند شوی دی.

XS
SM
MD
LG