د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

میلیبن: فساد د افغان حکومت مشروعت تر پوښتنې لاندې راوستی


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي "فزانز مایکل میلبین"
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي "فزانز مایکل میلبین"

اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د ادارې فساد په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د افغانستان لپاره یوه جدي ستونزه بللې ده. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، اداري فساد په افغانستان کې د حکومت مشروعت تر پوښتنې لاندې راوستی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي "فزانز مایکل میلبین" په یوه لیکنه کې افغانستان کې د اداري فساد په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې یوه جدي ستونزه بللې ده.

کابل کې د اروپايي ټولنې د استازي دفتر رسنیو ته په یوې استولې خبر پاڼې کې د فزانز مایکل میلبین له خولې ویلي؛ دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د درغلیو پر ضد غږ پورته کړي.

د نوموړي په وینا، اداري درغلیو په دې هېواد کې د کارموندنې او بهرنۍ پانګونې مخه ډب کړې او همدارنګه یې د افغان حکومت مشروعیت د خپلو خلکو پر وړاندې تر پوښتنې لاندې راوستي چې د میلبین په وینا؛ دې چارې وسله والو ته ګټه اړولې.

د اروپايي ټولنې استازي زیاته کړې چې سیاسي؛ مالي او اداري فساد په افغانستان ژورې ریښې غځولي او اوس د ورځني ژوند د یوې برخې په توګه منل شوی دی.

نوموړې د شفافیت د څار د سازمان په وینا ویلي چې افغانان اوس له نا امنۍ وروسته اداري فساد خپله دویمه لویه ستونزه بولي.

د فزانز مایکل میلبین په وینا، په افغانستان کې مالي درغلیو د لوړې کچې له کبله دا هېواد د نړۍ د هغو څو هېوادونو په لیست کې دی چیرې چې فساد تر ټول زیات دی او د شفافیت د نړیوال سازمان په لیست کې له همدې کبله د سوډان؛ شمالي کوریا او سومالیا په کتار کې راغلی دی.

نوموړې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د فساد لوړه کچه افغانانو سره د نړیوال ملاتړ ته ګواښ دی او د اروپايي ټولنې اندېښنه یې زیاته کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي؛ موږ د افغانانو د اوږدې مودې ملګري یوو او ژمن یوو چې لږ تر لږه تر دوه زره شلم میلادي کال پورې له افغانستان سره خپلو استثنايي مرستو ته دوام ورکوو. خو ده وویل موږ او نور مرسته کوونکي هیلې هم لرو.

د ښاغلي میلبین په وینا هیله مو دا ده چې افغان حکومت د اروپايي ټولنې او نورو ملګرو په مرسته په دې هیواد کې په بیړنۍ توګه د روان سیسټماټیک مالي فساد چاره وکړي.

نوموړي ویلي اروپايي ټولنه چمتو ده چې د ولسمشر غني سره د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې ګډ کار وکړي.

د اروپايي ټولنې دې استازي ویلي؛ دا ورته ډیره مهمه ده څو یې مرستې پر ځای ولګیږي.

افغان چارواکو که څه هم تر اوسه د اروپايي ټولنې د دې استازي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ولسمشر اشرف غني او د ملي یووالي د حکومت اجرایوي رییس د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال خلکو سره ژمنه کړې وه چې په هېواد کې به د ادارې فساد پر ضد جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر غني واک ته له رسیدو سره سم د کابل بانک دوسیه چې په افغانستان کې د مالي فساد تر ټولو ستره قضیه بلل کیږي بېرته پرانیسته. خو عام افغانان او څارونکي وايي؛ د ملي وحدت حکومت تر اوسه پورې څومره چې په کار ده؛ د مالي درغلیو پر ضد هومره جدي او پراخ اقدامات نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG