د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د شمالي ولایتونو د نا امنيو په اړه د ولسي جرګې د غړو اندېښنې


د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا د دغه هېواد په شمال او شمال ختیځو سیمو په تېره کندز کې د نا امنیو په زیاتیدو اندیښنه وښوده.

د وسله والومخالفینو په لاس د کندز د ځینو سیمو سقوط او د افغانستان په نورو شمال او شمال ختیځو سیمو کې د نا امنیو زیاتوالي د ولسي جرګې د غړیو تر منځ سختې اندیښنې رامنځته کړې.

په ولسي جرګه کې د کندز استازې شکریې پیکان وویل چې یو شمېر افغان پوځیانو دې ته په ټیلیفون ویلي چې د مخالفینو په محاصره کې دي او څوک یې مرستې ته نه دي ورغلي:

"درنو وکیل صاحبانو، یو شمېر افغان پوځیان هم اردو او هم پولیس په جنګ کې محاصره پاتې دي. سرتیري ژاړي او وايي چې د غنمو په منځ کې محاصره یو؛ څلور خواوې مو مخالفینو نیولي دي. څوک نشته چې دا سرتیري وژغوري.

سرتیري وایي چې د څو ملګرو مړي یې په پټیو کې پراته دي؛ ځینې یې ټپیان هم دي. د هغو سرتیرو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي چې په غنمو کې یې ځانونه پټ کړي دي."

ولسي جرګې په داسې حال کې د نا امنیو په خاطر خپل غږ اوچت کړ چې په دې وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفینو په شمال او شمال ختیځو سیمو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

د دغو نا امنیو په نتیجه کې وسله والو مخالفینو د بهرنیو جنګیالیو په مرسته د کندز ولایت ځینې برخې هم نیولي چې یوه یې ښار ته نږدې د ګل تپې سیمه ده.

که څه هم په ولسي جرګه کې د کندز استازیو د وسله والو مخالفینو له خوا د افغان پوځیانو د محاصرې سیمې روښانه نه کړې؛ خو د پروان د خلکو استازی الماس زاهد د ټیلیفوني تماسونو رښتیاوالی شکي بولي:

"باید متوجه واوسو چې داسې غږونه کیدای شي د دښمنانو له خوا ثبت شوي وي. د دې لپاره چې زموږ د سرتیرو مورال کمزوری وښيي. موږ باید په ښې با خبرۍ سره ګام پورته کړو."

د افغانستان په ولسي جرګه کې د شمالي ولایتونو اکثرو وکیلانو په کندز او بدخشان کې نا امنۍ د ټولو شمالي ولایتونو د نا امنیو سرچینې وبللې.

په کندز او بدخشان کې د نا امنیو له اندیښنو سره سره سیمه ییز چارواکي هیله څرګندوي چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه نتیجه نه ورکوي.

د کندز والي محمد عمر صافی وايي؛ وسله وال مخالفین غواړي له کندز او بدخشانه نورو شمالي ولایتونو ته لار پیدا کړي؛ خو په خپلو فعالیتونو کې ناکامه دي:

"دښمن په سټراټیژي کې هم په جنګي او هم په سیاسي سټراټیژي کې تغیر راغلی دی. هدف یې هم دا و چې دوی وکولای شي؛ کندز په بشپړه توګه تصفیه کړي. الحمدالله زموږ بیداره ځواکونو وکولای شول؛ د دښمن ټول عملیات چې په کندز کې یې پیل کړي دفع کړي."

که څه هم افغان چارواکي وسله والو مخالفینو ته د مرګژوبلو د اړولو خبره یادوي؛ خو افغان سرتیرو ته هم په دغو حملو کې مرګژوبلې اوښتې دي.

په شمال ختیځو ولایتونو کې د سختو نا امنیو په اړه د ولسي جرګې غړیو پریکړه وکړه چې راتلونکې اوونۍ دې امنیتي چارواکي د دوی پوښتنې ځواب کړي.

د دې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل:

"له تېرې ورځ راهیسې مو د افغانستان د امنیت په خاصه توګه د کندز او بدخشان د امنیتي وضعیت په اړه په خپله ما له اجراییه رییس عبدالله عبدالله د دفاع وزارت له سرپرست او نورو امنیتي چارواکو سره تر شل واره خبرې کړي دي. د شنبې په ورځ دې امنیتي چارواکي د وروستیو نا امنیو په خاطر د پوښتنو د ځوابولو لپاره ولسي جرګې ته راشي."

د افغانستان ملي شورا امریکا او نور نړیوال متحدین تورن کړل چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په کنټرول کې همکاري نه کوي او افغان حکومت باید له دغو هیوادونو سره د امنیتي او نورو لاسلیک شویو تړونونو پوښتنه وکړي.

له دې ټولو سره سره یو شمیر کارپوهان وايي حکومت باید د نا امنیو خبره له ګاونډیو هیوادونو سره چې ځینې اتباع یې د افغان پوځیانو پر ضد جګړه کوي؛ مطرح او د حل لار ولټوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG