په اکثره افغاني کورنیو کې دا دود ډیر حاکم دی چې د کور ټول کارونه میرمنې کوي؛ د کور جارو کول، پخلی، کالي مینځل او دې ته ورته لوی او واړه کارونه ترسره کوي او که نارینه د کور په کارونو کې ونډه اخلي دا نو یو ډول شرم کڼل کیږي.
همدا راز په ځینو کورنیو کې خور د ورور ډیری کارونه لکه د بوټانو رنګول؛ جامې اوتو کول، د مکتب تقسیم اوقات جوړول او آن کله کله د ورور د خوب بستره ټولول هم د نجلۍ مسوولیت وي او هلک هم په دې بهانه چې دا کارونه زما مسوولیت نه دی؛ له ځینو کارونو څخه اوږه خالي کوي او وایي چې دا د ښځو کار دی.
خو که یو کار د انسان له وسه پوره وي؛ نو ولې یې په خپله نه کوي؟ ولې ځینې خپل مسوولیت نه تیښته کوي او په نورو یې ور اچوي؟
نو کورنیو ته لازمه ده چې اولادونو ته خپل مسوولیتونه ور وپیژني؛ دا حد ورته ونه ټاکي چې هلک دې کار نه کوي او نجلۍ دې ټول کارونه کوي؛ بلکې هر چاته دې د خپل توان په اندازه مسوولیت وسپاري.
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ