د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

اشرف غني: افغان ځواکونو وښوده چې د هېواد د امن ټینګولو توان لري


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان دښمنانو د یو شمیر ولایتونو د سقوط پلان درلود خو امنیتی ځواکونه ثابته کړه چې د امنیت ټینګولو توان لري.

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي پرون (شنبه) ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي غني دا خبره په کابل کې د ناټو تړون لپاره د امریکا او اروپايي اتحادیې د غړو هیوادو له سفیرانو سره کړې ده.

ولسمشر غني خپل امنیتي ځواکونه ستایلي او ویلي یې دي چې افغان پوځ د ټولو تروریستي ډلو پر وړاندې جنګیږي او د تروریزم پر ضد جګړه کې له دفاعي حالته وتلي دی.

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي وايي؛ وسله والو پلان درلود چې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د جګړې له پيل سره به د ننګرهار یو شمېر ولسوالۍ سقوط وکړي.

د عابدی په وینا، له افغانستانه د نړیوالو ځواکو د وتلو د خبر تر خپرېدو وروسته داسې انګیرل کېده چې نظام د سقوط په لور روان دی او د دې هیواد د برخلیک ټاکلو پرېکړه به یو وار بیا د ګاونډیو هېوادو لاس ته لویږي:

"نن زموږ وضعیت ښه دی او هغه پخوانی تصور نور نشته او ټول په دې باور دي چې افغانستان د ښې راتلونکې په لور په حرکت کې دی."

د ارګ په اعلامیه کې د ولسمشر غني په حواله د یو شمیر ولایتونو د سقوط د پلان خبره په داسې حال کې شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي پرون د یو شمېر شمالي ولایتو د امنیت له خرابېدو شدیده اندیښنه څرګنده کړه.

ښاغلي ابراهیمي د جرګې په غونډه کې دا ویره څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې ښايي د یو شمیر شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت تر دې حده خراب شي چې د حکومت د وسله والو مخالفینو لاس به د ځیني ولایتونو مرکزونو ته ورسیږي.

خو د ولسمشرویاند ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکو ثابته کړې چې د وسله والو پر ضدمبارزه کې په پخواني دفاعي حالت کې نه دي او د خپل هېواد امنیت ټینګولای شي.

په افغانستان کې د پوځي چارو یو څارونکي امرالله امان وايي چې په تیرو څو میاشتو کې هیڅ سیمه د افغان ځواکونو له لاسه نه ده وتلې. ښاغلي امان په شمال کې د امنیت د خرابېدو د اندیښنې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"حتی په مارجه اوسنګين کې چې په تیرو یوولس کلونو کې امنیتي ځواکونه نه وو ځای پر ځای شوي؛ اوس افغان ځواکونه فعالیت لري. په غزني او زابل کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونو ستر عملیات پيل کړي.

وسله وال هڅه کوي چې ځای ځای حملې وکړي او د غزني او زابل په عملیاتو کې فشار کم کړي؛ خو افغان ځواکونه کولای شي چې په ټولو سیمو کې دفاع وکړي."

ښاغلی امان په امنیتي ځواکو کې د هماهنګۍ؛ ښې ادارې او نظم د جوړېدو وړاندیز کوي او پر نړیواله ټولنه ږغ کوي چې له ژمنې سره سم؛ افغان ځواکونه تمویل او ښه تجهیز کړي.

XS
SM
MD
LG