د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

افغانستان او ازبکستان په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو وزارت چارواکي وايي چې له ازبکستان سره یې په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ یو دو اړخیز تړون لاسلیک کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي ازبکستان د افغان اقتصادي کمیټې سفر ګټور بولي او وايي چې په دغه سفر کې د دواړو هیوادونو تر منځ په بیلابیلو برخو کې د موجوده ستونزو په هواري خبرې وشوې.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال متصل کمکي د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې په اسیايي او روسي هېوادونو کې د ولسمشر غني د ځانګړي استنازي شاکر کارګر په مشرۍ په دغه څلور ورځني سفر کې له ازبکستاني چارواکو سره د همکارۍ یو تړون هم لاسلیک شو:

"یو دوه اړخیز تړون مو لاسلیک کړو او په راتلونکي کې به د همدغه تړون له مخې د ټرانسپورت، برېښنا، سوداګرۍ، وارداتو او صادراتو په برخه کې خپلې اړیکې جاري ساتو او له یو بل سره به مرسته کوو."

د ښاغلي کمکي په وینا، دغه اقتصادي کمېټه به په عادي حالتو کې په کال کې یو ځل غونډه کوي چې دغه غونډه به کله په ازبکستان او کله هم په افغانستان کې وي.

افغان چارواکو په وار - وار سره د دواړو هیوادونو تر منځ د حیرتانو په نوم په تجارتي بندر کې د یو شمېر ستونزو یادونه کړې چې اوس یې د هواري لپاره هڅې کېږي.

د نوی حکومت په جوړېدلو سره تر دېره دا کوششونه روان دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکي ښه او شته ستونزې هوارې شي.

ویل کېږي چې په دغه لړ کې له ګاونډي هېواد پاکستان سره هم سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزې اتیا سلنه هوارې شوې دي.

خو د چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې دا شان سفرونو او تړونونو تر ډېره نمایشي دي او په کار ده چې د ستونزو د هواري لپاره بنسټیز کار وشي.

د چارو یو کارپوه او د سوداګرۍ او صنایعوو د خونې د نړیوالو اړیکو مسوول اذرخش حافظي وايي:

"زه ګومان نه کوم چې په داشان نمایشي مسایلو؛ تګ او راتګ کې دا ستونزې حل شي، اساسي او بنسټیز کار ته اړتیا ده او د هغه نړیوالو کنوانسیونونو له مخې چې هېوادونو ته د ټرانزیټ حق خوندي کوي؛ هغوی باید ټینګار وکړي چې دا په ازبکستان او نورو هېوادونو کې به بشپړ ډول تطبیق شي."

په عین حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر نور کارپوهان بیا وايي چې که له ازبکستان سره شته سوداګریز او ټرانزیټي ستونزې هوارې شي؛ نو په سوداګریزه راکړه ورکړه کې به د پام وړ بدلون راشي.

دوی له افغان حکومت نه غواړي چې د سوداګرۍ او صنایعوو په برخه کې دې د ستونرو د هواري لپاره دغه شان خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG