د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د فرخندې په یاد د بنسټ ډبره کېښودل شوه


فرخنده
فرخنده

په کابل کې د عامو خلکو له خوا په عام محضر کې د وژل شوې فرخندې کورنۍ د هغې په نوم یو بنسټ له خرافاتو سره د مبارزې په هدف پرانیست.

د فرخندې پلار د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې په وینا کې د افغانستان له عدلي او قضايي ادارو وغوښتل چې د لور په برخه کې یې عدالت تامین کړي.​

د فرخندې پلار انجینیرمحمدنادر د افغانستان عدلي او قضايي اورګانونو ته خبرداری ورکړ چې د لور په حق کې یې وړوکې تېروتنه هم د بښلو نه ده.

ښاغلي نادر دا خبره د پنجشنبې په ورځ د شهید فرخندې د بنسټ په پرانیست غونډه کې وکړې.

د فرخندې پلار وايي چې د دې بنسټ له لارې به په ټولنه کې له خرافاتو سره د مبارزې په خاطر د خپلې لور پیل شوې مبارزه جاري وساتي.

« د هیواد عدلي او قضايي ارګانونو! د فرخندې د وژنې په قضیه کې وړوکې تېروتنه هم مونږ ته د منلو نه ده. فرخنده نه یواځې زما لور بلکې د ټولې انساني ټولنې لور ده. له همدې امله غواړم چې د خپلې لور د فکرونو د جاري ساتلو په هدف د شهید فرخندې بنسټ پرانیزم.»

فرخنده څه باندې یوه میاشت مخکې د قهرجنو خلکو له خوا د قران عظیم شان د پاڼو د سوځولو په تور په وهلو وهلو ووژل شوه او بیا یې جسدته هم اور ورته شو.

دا پيښه د خلکو،مدني ټولنو،سیاسي ګوندونو، د ملي وحدت د حکومت د مشرانو او نړیوالو له تْند غبرګون سره مخ شوه.

حکومت په هغه وخت کې د دې پيښې د څيړلو لپاره یو پلاوی په کار وګماره.

د دې پلاوي له خوا د څیړنو د نتایجو تر خپریدو وروسته روښانه شوه چې فرخندې د قران پاک پاڼې نه وې سوځولې بلکې په شاه دو شمشیره زیارت کې د ځینو کسانو د بې ځایه تور په خاطر د اور لمبه شوه.

د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست تر دې دمه د فرخندې د وژنې د قضیې په تړاو د پولیسو د یو شمیر منسوبینو په شمول پنځوس کسان نیولي او د ځینو دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته لیږلي دي.

د افغانستان لويې څارنوالۍ ډاډ ورکړی چې د فرخندې د وژنې د تورنو دوسیه به په سمه توګه وڅیړي او ډېر ژر به با صلاحیته محکمې ته وسپارلې شي.

له بلې خوا د افغانستان په مشرانو جرګه کې یو شمیر سناتوران د فرخندې د بنسټ له پرانیستلو هرکلی کوي.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار له آزادي راډيو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د شهید فرخندې د بنسټ په پرانیستنې سره به په ټولنه کې نظم راشي.

« له دې بنسټه زما غوښتنه دا ده چې په ټولنه کې د نظم د راوړلو په هدف د فرخندې له فکرونو او غوښتنو سره سم کار وکړي او د خرافاتو پر ضد مبارزه مخته یوسي.»

یو شمیر مدني فعالان هم د فرخندې په نوم په کابل کې د یوه بنسټ له پرانیستل کیدو هرکلی کوي او هیله ښيي چې دا کار په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو لامل شي.

دوی وايي چې د فرخندې د قاتلینو عادلانه محاکمه هم کولای شي چې په ټولنه کې د اساسي اصلاحاتو په راوستلو کې اساسي رول ولوبوي او حکو مت باید دې مسلې ته جدي پام وکړي.

XS
SM
MD
LG