د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون په کارکې ځنډ او د فیفا اندیښنې


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون په کارکې ځنډ او د همدې کمیسیون د رییس پرسر د ملي وحدت حکومت د رهبران ترمنځ د اختلافو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د دې موسسې مسوولینو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د حکومت مشران د راتلونکو انتخاباتو په اړه شته فرصتونه له لاسه ورکوي چې په دې سره په هېواد کې ډیموکراسي له ګواښ سره مخ کوي.

فیفا همدارنګه له ملي شورا څخه غواړي چې د انتخاباتي کمیسیونو د دندو او صلاحیتونو د تشکېل قانون په تعدیل کې بیړه وکړي.

خو د ملي وحدت حکومت اجرايي ریاست وايي چې د حکومت مشرانو د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د مشرپه سر توافق کړی.

په داسې حال کې چې د حکومت مشران د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون د رییس پرسر د جوړجاړي خبر ورکوي، د افغانستان د انتخاباتو د څاربنسټونه د دې کمیسیون د کار د پيل په ځنډ اندېښمن دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا وايي، چې د حکومت مشران باید د انتخاباتي اصلاحاتوکمیسیون د رییس په معرفي کېدو کې بیړه وکړي، څو د هېواد په انتخاباتي سیستم کې اصلاحاتو ته ژرلاره هواره شي.

د دې موسسې اجرايي رييس محمد یوسف رشید د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې که چېرې د ولسي جرګې انتخابات د انتخاباتي سیسټم له اصلاح پرته ترسره شي، نو ناوړه عواقب به ولري:

″د ملي وحدت حکومت د رهبرانو ترمنځ د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون پر سر چې کوم اختلاف موجود دی، د اندېښنې وړ خبره ده، که موږ همداسې مخکې ولاړ شو، نه یواځې وخت به مو له لاسه ووځي، بلکې د انتخاباتو په برخه کې به نور فرصتونه هم له لاسه ورکړو چې دا راتلونکې انتخابات له ننګونو سره مخ کوي، څومره چې ژر کېدای شي یاد کمیسیون باید په کار پیل وکړي.

د انتخاباتو په برخه کې خپلې څیړنې پيل کړي، څو پروسه اصلاح شي.″

ښاغلی رشید همدارنګه له ملي شورا څخه غواړي چې د انتخاباتي کمیسیونو د دندو او صلاحیتونو د تشکېل قانون په تعدیل باندې بیړه وکړي.

د فیفا مسوولینو د سیاسي ګوندونو په چوپتیا هم انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې سیاسي مشران کولای شي د ډیموکراسۍ په پياوړتیا او انتخاباتي نظام په اصلاح کې ګټور رول ادا کړي.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون یوه میاشت وړاندې د ولسمشرد فرمان له مخې د شکریې بارکزۍ په مشرۍ رامنځ ته شو.

خو د شکریې بارکزۍ مشرتوب د اجرايي ریاست له کلک غبرګون سره مخ شو.

په ورته وخت کې د اجرايي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي چې د ملي وحدت حکومت مشرانو د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د مشرپه سر توافق کړی او ټاکل شوې یاد رییس ډېر ژر معرفي شي:

″د ملي وحدت حکومت مشران د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د مشر په سر توافق ته رسیدلی، یاد کمیسیون ته به ډېرژر رییس معرفي شي او له هغه سمدستي وروسته به د کمیسیون اوله کاري غونډه جوړه شي، څو د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره حکومت ته وړاندیزونه مطرح کړي او حکومت به ورباندې اجرات وکړي.″

خو د اجرايي ریاست یوې بلې سرچینه چې نه غواړي غږ او نوم یې خپورشي ازادۍ راډیو ته وویل، د ملي وحدت حکومت مشرانو انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکې یا اکسین پر اوسني مشر جانداد سپین غر باندې توافق کړی.

خو ښاغلي سپن غر ازادۍ راډيو ته ویلي چې تر اوسه په دې اړه کوم رسمي مکتوب ورته نه دی سپارل شوی.

د چاروکارپوهان د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسون په کارکې ځڼد باندې انتقاد کوي او وايي چې اوسنیو ستونزو ته په کتو یاد کمیسیون باید له پخوا خپل کارونه پیل کړی وای.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG