د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۷

عراقي ځواکونو له داعش وسلوالو ګڼې سيمې ونيولې

لویدیځې خبري رسنۍ وایي، د عراق امنیتي ځواکونو د قومي ملیشو په ملتیا د سې شنبې د ورځې په لومړیو کې د انبار ولایت په مرکز رمادي کې د یوه روغتون له ودانۍ څخه د اسلامي دولت وسله وال وایستل.

وسله والو د روغتون ودانۍ څو ورځې وړاندې اشغال کړې وه.

راپورونه وایي، پر روغتون د حکومتي ځواکونو د حملې پر مهال د اسلامي دولت لس تنه وسله وال ووژل شول. د رمادي ښار په نورو برخو کې هم د عراق د حکومتي ځواکونو د پرمختګونو راپورونه خپاره شوي دي.

د انبار ولایت د پولیسو قوماندان تورن جنرال کاظم فدوي عربي ژبې ورځپاڼې شرق الاوسط ته وویل، امنیتي ځواکونو وکړاى شول چې د رمادي ښار ۱۷ م سړک له وسله والو پاک کړي.

جنرال فدوي زیاته کړه، په دې نښتو کې د اسلامې دولت ۱۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.

په عین حال کې د انبار د ولایتي شورا مرستیال فلاح العیسوي شرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي، د امنیتي ځواکونو د قوت او شمیر په زیاتیدو سره دوى د اسلامي دولت د وسله والو پرضد له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته رسیدلې دي.

ده د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد د رمادي ښار په دفاع کې د امینتي او قومي ځواکونو د مېړانې ستاینه وکړه.

عراقي ځواکونو تېره اوونۍ هغه مهال پر رمادي ښار د اسلامي دولت د وسله والو د واکمن کیدو خبرداری ورکړی و چې دې ډلې د ښار د محاصره کولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

وسله والو د تیرې جمعې او شبنې په ورځو د رمادي ښار په مرکز کې یو شمیر حکومتي ودانۍ اشغال کړې وې.

د انبار ولایتي شورا وایي، د رمادي ښار یو شمیر کورنۍ بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوې، خو په زرګونو بېځایه شوي خلک لا هم په بغداد کې پاته دي.

د رمادي ښار یو اوسیدونکی چې هبانیه سیمې ته بېځایه شوی، وایي: کوم کسان چې کورونو پریښودو ته اړ شوي، په ډېربد حالت کی ژوند کوي.

دغه کس په یوې ویدیو کې چې د سره صلیب کمېټې له خوا په فیسبوک کې خپره شوي، ویلي: په خیمو کې برېښنا او اوبه نه شته، دلته په سختو ناروغیو اخته کسان هم شته، تر اوسه هېچا له دوى سره مرسته نه ده کړې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG