د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

چین د افغانستان د سولې په بهیرکې د پاکستان د رول ستاینه وکړه


د چین ولسمشر شي جین پینګ اسلام اباد ته په خپل وروستي دوه ورځني سفرکې نن (سې شنبې) د پاکستان پارلمان ته په وینا کې د افغانستان د سولې په بهیرکې د پاکستان د رول ستاینه وکړه
د چین ولسمشر شي جین پینګ اسلام اباد ته په خپل وروستي دوه ورځني سفرکې نن (سې شنبې) د پاکستان پارلمان ته په وینا کې د افغانستان د سولې په بهیرکې د پاکستان د رول ستاینه وکړه

چین او پاکستان په پام کې لري د افغانستان د سولې او پخلایني په بهیرکې خپله همکاري لا پیاوړي کړي.

د دواړو هېوادونو مشرانو دا خبره اسلام اباد ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سفر پرمهال کړې ده.

دواړه لوري په دې باوردي چې د افغانستان د حالاتو بدلون د سیمي پرسولې او ثبات مستقیم اغیز کولی شي.

د سیمي د ثبات ټینګښت لپاره د افغانستان د روانو حالاتو بدلون اغیزمن تمامیدای شي.

دا د چین او پاکستان د مشرانو هغه باوردی چې پاکستان ته د چین د ولسمشرد سفر پرمهال مطرح شوی دی.

د چین ولسمشر شي جین پینګ اسلام اباد ته په خپل وروستي دوه ورځني سفرکې نن (سې شنبې) د پاکستان پارلمان ته په وینا کې د افغانستان د سولې په بهیرکې د پاکستان د رول ستاینه وکړه:

″موږ بايد د نړېوالو موضوعاتو په څېړنه کې خپل مسووليت په ښه توګه ترسره کړو او د سيمه ييزو او نړېوالو مسالو و پرمختکونو په څېړنه و کتنه کې بايد نزدې او ستراتېژيکي اړيکي او همکاري لا زياته کړو.

چين د افغانستان په مساله کې د پاکستان رول ستايي، ملاتړ يې کوي او همداراز د دې هېواد د سولې په پروسه کې به يې لا زياتو هڅو هرکلى وکړي.″

د چین د ولسمشرشي جین پینګ او د پاکستان د صدراعظم نوازشریف ترمنځ خبرو وروسته د دوشنبه په ماښام ګډه اعلامیه خپره شوې او په هغه کې د افغانستان د سولې او پخلایني پربهیرڅرګندونې شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چین او پاکستان دواړه په دې باور دي چې د افغانستان حالات کولای شي د سیمي پرثبات او امنیت مستقیمه اغیزه ولري.

اعلامیه زیاتوي په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې د چین رول رغنده او موثر ګڼي، دواړه لوري د افغانستان په مشرۍ د سولې او روغې جوړې د بهیر ملاتړکوي او له نړېوالې ټولنې سره په ګډه کارکوي ترڅو په افغانستان او سیمه کې د سولې هڅې پرمخ ولاړی شي.

بل خوا چین ژمنه کړې چې په ۲۰۱۵ کال کې په اسلام اباد کې د استانبول بهیرد پنځمې جوړیدونکي غونډې بشپړملاتړ به کوي.

دا د سیمې په کچه د وزیرانوپنځمه غونډه ده چې د افغانستان او د هغه د ګاونډیو له خوا پرسیمه يیزو موضوعاتو خبرې کیږي.

تردې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي وو چې چین کولای شي پاکستان وهڅوي چې د افغانانو د سولې له پروسې سره عملي مرسته وکړي.

افغان چارواکي د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې هغه څه بولي چې په مرسته یې چین پرپاکستان دا فشار راوړلای شي ترڅو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې صادقانه همکاري وکړي، ځکه د دوی په خبره د افغانستان ناامني د چین ګټو ته هم ګواښ دی.

د چین ولسمشرد دوشنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ او په هغه هېواد کې یې د ۴۶ میلیارده ډالروپه ارزښت د ۵۱ پرمختیایې پروژو تفاهم لیکونه لاسلیک کړه .

دا په تېرونهوکلونو کې پاکستان ته د چين د ولسمشر لومړى سفردى چې هدف يې په دې هېواد کې پراخه پانګونه او د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي دهلېز د جوړولو بنسټ ايښودل دي.

XS
SM
MD
LG