د ملګرو ملتونو یو نوی راپور ښیي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ښځينه قربانيانې تر ډيره دې ته ترجیح ورکوي چې د دوی قضیې د منځګړتوب او سنتي جرګو له لارې حل شي؛ نه د عدلي او قضایې مراجعو له لاري.
نیمګړی عدلي او قضایي سیسټم، اداري فساد، کلتوري او کورني فشارونه او د تاوتریخوالي د دوسیو په څیړنه کې ځنډ؛ هغه عوامل دي چې افغان ښځې یې د سنتي محکمو یا منځګړتوب له لارې د خپلو ستونزو حل کولو ته اړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو نوی راپور چې د یکشنبې په ورځ خپور شو ښیې چې لا هم په افغانستان کې ښځې د تاوتریخوالي په پيښو کې عدالت ته پوره لاس رسی نه لري.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال "ایوان شیمونوویچ" خبریالانو ته وویل؛ د تاوترخوالي د ۱۱۰ قضیو له جملې څخه چې په دغه راپور کې ورته اشاره شوې؛ زیاتره یې د سیمه ییزو جرګو له لارې حل شوي دي:
"د ۱۱۰ ښځو او میرمنو د تاوتریخوالي څیړل شوي قضیې ښيي چې ۶۵ فیصده موارد د منځګړتوب له لارې حل شوي او ۵ فیصده یې د جنایي محاکمو له لوري تعقیب شوي چې د دې قضیو د عاملینو د محاکمې او جریمې لامل شوي."
دغه راپور د ۲۰۱۴ کال له اګسټ څخه د ۲۰۱۵ کال تر فبروري پورې په اتلسو ولایتونو کې له ښځو سره د خبرو پر اساس برابر شوی دی.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې همدا راز راغلي چې ښځې ځکه منځګړتوب یا جرګو ته ترجیح ورکوي چې دوی تر ډېره حقوقي حل لارو لکه طلاق؛ د سرپرستۍ موضوع او د ژوند لپاره د یوه امن چاپریال په لټه کې دي؛ تر دې چې د تاوتریخوالي عاملینو ته جزا ورکړل شي.
د راپور له مخې، د ښځو اقتصادي اړتیاوې د دې کار یو بل اساسي لامل دی.
دغه راز ملګري ملتونه وایي؛ د تاوتریخوالي په ۱۲۶ مواردو کې د منځګړتوب د بهیر څارنه ښيي چې په شپږو مواردو کې مېرمنو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې؛ یوولسو مواردو کې ښځې منځګړتوب ته اړایستل شوي او دیارلسو مواردو کې د منځګړتوب یا سنتي جرګې پرېکړې ورباندې تحمیل شوي دي.
په دغه راپور کې افغان حکومت ته یو لړ وړاندیزونه هم شوي چې په کې د جرګو له لارې د عدالت د عملي کېدو او په اوږد مهال کې د عدلي او قضایې سیسټم د اصلاح لپاره د اقداماتو غوښتنه شوې ده.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی "نیکولاس هیسم" وایي؛ دا چې د منځګړتوب له لارې د عدالت د تطبیق غوښتنې مخ په زیاتېدو دي؛ نو افغان حکومت باید له دې لارې د ښځو د حقونو خوندي کولو ته هڅې وکړي:
"له کومه ځایه چې د منځګړتوب له لارې عدالت ته د لاس رسي لپاره غوښتنې مخ په زیاتېدو دي؛ موږ افغان حکومت هڅوو څو له دې لارې د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره اقدام وکړي."
سره له دې چې افغان حکومت د ښځو د حقونو د خوندي کولو ډاډ ورکوي؛ خو راپورونه وایي چې لا هم افغانستان د ښځو لپاره د ژوند کولو تر ټولو بد ځای دی.
د ملګرو ملتونو دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې د تاوتریخوالي په تر ټولو وروستۍ پيښه کې د فرخندې په نامه یوه نجلۍ د قران کریم د سوځولو په تور په کابل کې د عامو خلکو له لورې په بې رحمۍ سره ووژل شوه.