د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

اخندزاده:حکومت باید د عطامحمد نور د وروستیو څرګندونو په اړه څېړنې وکړي


د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون وایې، د ملي امنیت عمومي ریاست او امنیت شورا باید د بلخ د سرپرست والي له خوا د لګول شوو تورونو په اړه ملت ته ځواب ورکړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور وروستۍ څرګندونې د اندیښنې وړ بولي او له امنیت شورا او ملي امنیت ادارو څخه غواړي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.

د دې کمیسیون مرستیال عبدالحی آخندزاده د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ افغان حکومت باید په دې اړه جدي څیړنې وکړي چې کوم کسان د بلخ ولایت د استیناف څارنوالۍ پر دفتر په ډله ییزې حملې کې لاس لري.

نوموړي همدارنګه د بلخ د سرپرست والي د وروستیو ادعاوو په اړه وویل:

"دا موضوع باید د ملي امنیت ریاست او امنیت شورا روښانه کړي چې د بلخ والي په کوم اساس دا ډول خبرې کړي دي، افغانستان اوس مهال په ډېرو بدو شرایطو کې دی؛ نو دا کسان باید مشخص شي او ورته سخته سزا وټاکل شي؛ ترڅو نورو خلکو ته هم عبرت وي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د بلخ د استیناف څارنوالۍ پر دفتر له ډله ییزې حملې د ملي امنیت عمومي ریاست او امنیت شورا له پخوا بشپړ معلومات درلودل؛ خو دا مساله یې پټه ساتلې وه.

ښاغلي نور همدارنګه ویلي چې دا حمله د حزب اسلامي له خوا تر سره شوې او دې ګوند پورې تړلي کسان چې په دولتي ادارو کې دندې لري د حملې په پلانولو کې لاس لري.

د بلخ سرپرست والي ویلي؛ حتی د ملي امنیت ریاست له دې هم معلومات لرل چې انتحاري حمله کوونکي د یوه دولتي مقام په کور کې ساتل کېدل.

د مزارشریف پر استناف څارنوالۍ ډله ییزه حمله د روانې میاشتې په شلمه نېټه ترسره شوې وه چې نږدې ۱۹ کسان په کې ووژل شول او ۶۷ نور ټپیان شول.

هڅه مو وکړه چې د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور د څرګندونو په اړه د ملي امنیت عمومي ریاست نظر واخلو؛ خو د دې ادارې مسوولانو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه او امنیت شورا چارواکو سره په دې اړه د خبرو لپاره هڅو نتیجه ورنه کړه.

په عین حال کې یو شمېر افغان څیړونکي وایي؛ که چېرې حکومت په لویو څوکیو کې هغه اشخاص مشخص نه کړي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره له ترهګرو ملاتړ کوي؛ نو هېواد به له کړکیچ سره مخ شي.

افغان کار پوه زلمی وردګ وایي.

"د بلخ والي باید هغه حکومتي کړۍ په ګوته کړي چې په دې حملې کې لاس لري؛ ترڅو حکومت هم خپل اقدامات وکړي؛ که چېرې حکومت په دې اړه جدي اقدام ونه کړي؛ نو هېواد به له لوی بحران سره مخ شي."

دا لومړی ځل نه دی چې په دولتي کړیو کې د ترهګرو د ملاتړ په اړه داسې خبرې راپورته کیږي؛ بلکې تردې مخکي جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف هم ویلي چې د بهرنیو هېوادونو جاسوسي کړۍ د حکومت په داخل کې دي او د ملا عمر په نوم خبرپاڼې هم په وزیر اکبر خان کې لیکل کیږي.

له دې ټولو سره سره عام خلک له حکومت څخه غواړي چې د هېواد اوسنیو ناوړه شرایطو ته په کتو باید ژر ترژره هغه کسان ملت ته روښانه او ورته سخته سزا ورکړي چې له ترهګرو ملاتړ کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG