د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

ممثله لينا علم: د سريالونو په مرسته د افغان ښځو ژوند بدلوم


لينا علم
لينا علم

افغانه ممثله وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د خپلو سيريالونو له لارې کار کول غواړي.

د مېرمن لينا علم راتلونکی سيريال د شيرين قانون د ښځو پر ټولنيزو، قضايي او کورنيو ستونزو راڅرخي.

که څه هم د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته، په افغانستان کې مليونونه نجوني ښوونځيو ته ځي، ګڼ شمېر ښځې په ښارونو کې کارونه کوي او د خپلو کورنيو په اقتصادی وده کې برخه اخلي، د ۲۰۱۱م کال د تامسن رويټرز بنسټ د سروې له مخې، افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه هيواد دی. خو افغانه ممثله، لينا علم وايي په افغانستان کې د ښځو وضعيت تغير کولی شي او دا هغه وخت چې خلک د تغير په دې پروسه کې په شته امکاناتو سره مثبته ونډه واخلي.

مېرمن علم وايي، که هر څوک له بيري په کور کې کښيني، په ټولنه کې به بدلون څه وړ راځي؟ د مېرمن علم په وينا، د شيرين قانون سيريال چې د ښځو د حقونو په اړه جوړيږي او دا يې مرکزي کرکتر لوبوي، څخه له بيري حتي نارينه کارکوونکو بيرته خپل نومونه ايستلی خو دا وايي چې د خپل کار له لارې د ښځو د حقونو په برخه کې په افغان ټولنه کې بدلون راوستل غواړي.

زموږ ټولنه دوديزه ده خو زما په فکر ورو- ورو موږ بايد ځينې رواجونه مات کړو که هغه د قلم له لارې وي، که د رسنيو له لارې او يا که د سينما او تلويزيون له لارې وي. دا په دې مانا چې موږ بايد له يوه ځايه پيل وکړو. موږ نه شو کولی د تل لپاره چپ پاتې شو، په داسي حال کې چې لاره شته، امکانات يې شته

مېرمن لينا د شيرين قانون، د سريال په اړه وايي، د دې سيريال موضوع د ښځو پر ستونزو را څرخي او کيسه د ښځو پر ټولنيزو، قضايي او کورنيو ستونزو متمرکزه ده. د شرين قانون سيريال يوه استراليايي کيسه ليکونکي، ماکس واکر لیکلی دی:

د دې سيريال اصلي هدف دا دی چې د ښځو پوهاوی وکړي. د دې سيريال په کيسه کې راغلي، هغه وخت چې ښځې په ټولنه او کورنۍ کې ستونزې ولري، په دفترونو کې چې کار کوي او له ستونزو سره مخامخ شي، کولی شي د قانون او محکمې له لارې خپل حق وغواړي او تر لاسه يې کړي

د بخښنې د نړيوال سازمان د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعين له بېلابېلو خطرونو سره په داسي حال کې مخامخ دي چې چارواکي دې ستونزو ته سم پام نه کوي.

په داسې حال کې چې نړيوالې ټولنې د مليونونو ډالرو په لګښت په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره پروژې او پلانونه پلي کړي، د څېړونکو په وينا دا ټولې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ دي. مېرمن لينا وايي:

زه پوهېږم چې کېدای شي له زياتو تهديدونو سره مخامخ شم. کېدای شي ژوند مې له خطر سره مخامخ شي. دا به وي. حتي هغه وخت چې زه د سړک پر سر په دې سيريال کې کار کوم، زه بيرېږم. خو کېدای شي زه قرباني شم، کېدای شي بل څوک قرباني شي. خو موږ بايد دا قرباني ورکړو. بله کومه لاره لرو؟

مېرمن علم وايي، دا له هغو ښځو څخه يوه وه چې څو اوونۍ مخکې د قهرجنو خلکو له خوا د قرآن کريم د سوځلو په تور په وهلو وژل شوې فرخندې جنازه يې پر خپلو اږو واخيسته او خاورو ته يې وسپارله.

دا دغه پېښه د رواجونو د ماتولو يوه بېلګه بولي او وايي، د ټولنې د ناخوالو پر ضد باید ږغ پورته شي او دغه سيريال يوه غوره لاره او ښه زمينه بولي چې دې ته برابره ده چې ښځو ته د هغوی د حقونو په اړه خپل ږغ ورسوي.

راپور: ملالۍ بشير

XS
SM
MD
LG