د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

ولسي جرګه: د فرخندې په قضيه کې بېغوري، نورې ورته پېښې زياتوي


د کابل امنیتي چارواکي هغه اوازې او راپورونه ردوي چې ګواکې د فرخندې د قضیې د څیړلوپه برخه کې ورته ګواښونه موجود دي.

دوي وایې چې د فرخندې د قضیې پنځوس تورن کسان نیول شوي او د نورو د نیولو لپاره هم د دوې جدي کارونه روان دي.

خو د ولسي جرګې یو شمېرغړي اندېښنه څرګندوي چې د فرخندې د قضیې په برخه کې هرډول بې غوري به د ورته پیښو د دوام لامل شي.

په داسې حال کې چې د فرخندې د وژلو دوسیه په لویې څارنوالۍ کې ترڅیړنې لاندې ده او هره ورځ نوی اړخ پیدا کوي خو اوس اوس داسې راپورنه خپاره شوي چې د کابل امنیتي چارواکي د یو شمېر زورواکو کسانو له خوا ګواښل کیږي.

خو د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشرجنرال فرید افضلي بیا وایې چې د دوي کارونه په جدي ډول روان دي او دوي به هیڅ ډولفشارته غاړه کینږدي.

نوموړي وویل چې د فرخندې په وژلوکې یې یو بل ښکیل کس هم نیولی او دوسیه به یې لویې څارنوالۍ ته وسپاري:

″د فرخندې د وژلوله پیښې وروسته زموږ کشفي پروسه په جدیت سره روانه ده، د پیښې اکثره تورن کسان موږ نیولي دي، هیڅ ډول ستونزه او ګواښ زموږ د کار په وړاندې موجود نه دی، یو شمېر د ګوتو په شمېرکسان پاتي دي چې هغوي به هم ونیول شي، تیره ورځ هم موږ وتوانیدو چې یو بل تورن کس هم ونیسو او دوسیه به یې لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي.″

سره له دې چې ښاغلي افضلي ډاډ ورکوي چې د دوي د کارونو په وړاندې کوم ګواښ نشته خو یو شمېرامنیتي کسان چې د نومونوله ښودلو ډډه کوي ویلي چې د نیول شویوکسانو ترشایوشمېر زورواکي کسان دي او دوي ګواښ کوي، که چېرې د دوي اشخاص خلاص نه شي په ورته نورو کړنو به لاس پورې کړي.

تردې مخکې د ولسي جرګې لومړي مرستیالظاهرقدیرهم ویلي چې د یو شمېر وکېلانو ورورنه او خپلوان چې د فرخندې د قتل له امله له دندو ګوښه شوي دي د بیا مقررۍ لپاره د فرخندې پر کورنۍ او د کورنیو چارو پر وزارت فشار راوړي.

اوه ویشت کلنه فرخنده د حوت په اته ویشتمه نیټه د کابل ښارشاه دوشمشیره زیارت ته څیرمه، د قران شریف د سوزولو په تور د یو شمېر قهریدلو کسانوله خوا په وهلو ټکولو ووژل شوه.

خو د ولسي جرګې غړې ارین یون وایې، که چیرې حکومت د دغو زورواکو ترف شار لاندې راشي یادې پیښې به په هېواد کې نورې هم زیاتې شي:

″که چېرې حکومت زورواکو ته تسملیږي او دغو مجرمینو ته برأت ورکوي، زه فکرکوم دوي به نورهم جرات پیدا کړي او سبا به دا ډول نورې پیښې هم تکرار شي، بلآخره کومې لاسته راوړنې او نسبي حقوق چې ښځو ته په تیروکلونو کې ورکړل شوي هغه به په صفر ضرب شي.

نو حکومت ته پکارده چې د پیښې عاملین مجازات شي او د دغو زورواکو څيرې خلکو ته افشاه شي.″

په همدې حال کې لويې څارنوالۍ چارواکي هم ویلي چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به د تورنو کسانو دوسیې اړوندې محکمې ته وسپاري.

له بلې خوا د حقیقت موندنې ګمارل شوی کمیسیون هم وايي، د فرخندې د وژلو قضیه یې څیړلې او نتایج یې جمهوري ریاست ته سپارلي دي.

خو د ښځو د ملاتړ یو شمېرادارې بیا وایې چې د دغو مجرمینو ملاتړي د دولت په مهمو پوستونو کې کار کوي او دا مهال په دې هڅه کې دي چې نیول شوي کسان بیرته خوشې کړي.

دوي ټينګارکوي چې دولت باید د دا ډول زړه بوګنونکو پیښو څخه د مخنیوي لپاره دغو مجرمینو ته سخته سزا وټاکي او د دوي ملاتړي خلکو ته افشاه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG