د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

وافي: د سمنګان تاریخي اثار له ګواښ سره مخامخ دي


په سمنګان کې يو تاريخي جومات
په سمنګان کې يو تاريخي جومات

د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي شکایت کوي، چې په دې ولایت کې تاریخي اثار او معروفې استوپې د ورانېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر فتح الله وافي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې اوس مهال د تخت رستم ساحه، هزارسم او ګن شمېر نورې د ډبرو استوپې د تخریب له ګواښ سره مخ دي.

دی وايي له دې امله چې دولت تر دې دمه یادو برخو ته کم توجه پاتې شوی او په تېرو لسو کلونو کې یې د دې لرغونو سیمو په لمنو کې د سمڅو د کیندنو مخنیوی نه دی کړی، په همدې سبب ورځ تر بلې یادو تاریخي عابدو او لرغونو شتمنیو ته ګواښ مخ په زیاتېدو دی:

"په سمنګان ولایت کې لرغونې سیمې او تاریخي عابدې د تخریب له خطر سره مخ دي، په سمنګان ولایت کې د تخت رستم سیمې په لمنو کې خلکو مغارې يا سمڅې کیندلي او همدارنګه لسګونه نورې استوپې هم د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي. دولت په دې برخه کې بې پامه دی"

فتح الله وافي د یادو عابدو او تاریخي سیمو د ساتنې په برخه کې مرکزي دولت په څه باندې تېره یوه لسیزه کې په بې پامۍ تورنوي.

ښاغلي وافي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې یاده ستونزه یې په کراتو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریکه کړې، ترڅو په هزار سم، تخت رستم او پاتې نورو استوپو کې د تخریب مخه ونیسي او د کورنیو چارو وزارت دې هم د باستاني آثارو د ساتنې په برخه کې یوه خاصه قطعه په دې ولایت کې رامنځته کړي، خو تر دمه دا کار نه دی شوی.

په عین وخت کې د سمنګان ولایت سرپرست والي خیر الله انوش له آزادۍ راډیو سره په خبرو یاده ستونزه یې ومنله، خو زیاته یې کړه چې د حل په برخه کې یې هم لازمې هڅې ترسره کړي دي.

د سمنګان ولایت سرپرست آزادۍ راډیو سره په مرکه کې زیاته کړه، چې د تخت رستم په سیمه کې اوس مهال هېڅ ډول ستونزه نه ده موجوده، خو دی زیاتوي چې د هزار سم په لمنو کې خلکو سمڅې يا مغارې کیندلي او په کې خپل حیوانات ساتي، چې دا ستونزه به هم ژر تر ژره حل شي.

په عین وخت کې ښاغلی انوش وايي، چې د هزارسم د ساتنې په برخه کې به ژر تر ژره تصمیم ونیسي او یوه خاصه نظامي قطعه هم رامنځته کړي:

"زموږ هڅه روانه ده او کوشش کوو، چې ژر تر ژره دا ستونزه په موقع سره حل کړو، د باستاني آثارو د ساتنې خاصه قطعه هم رامنځته کیږي او باید ووایم چې مرکزي دولت هم باید توجه وکړي."

پداسې حال کې د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي، په دې ولایت کې د تاریخي عابدو او د نامتو استوپو د تخریب په اړه اندښمن دي چې په بلخ کې هم د دې ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې لرغوني سیمې او تاریخي عابدې د تخریب له ګواښ سره مخ دي.

مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ

XS
SM
MD
LG