د پاکستان د سوداګرۍ وزیر او ورسره ملګری پلاوی یې د سې شنبې په ورځ کابل ته راغلل.
د دغه هیواد د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر خان خبریالانو ته په کابل کې وویل چې پاکستان غواړي له افغانستان او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره سوداګريزې اړیکې پراخې کړي؛ څو له دې لارې په سیمه کې ثبات او پرمختګ رامنځ ته شي.
ټاکل شوې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستاني محصولاتو یو نندارتون پرانیزي.
د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر خان د سې شنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې هیواد یې غواړي له افغانستان او له دې لارې د افغانستان له شمالي ګاونډیو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
نوموړي کابل ته د خپل سفر د هدف په اړه وړاندې داسې معلومات ورکړل:
"لیدلوری روښانه دی او هغه دا چې د افغانستان او پاکستان له خلکو او په مجموع کې د سیمې له خلکو سره مرسته وشي؛ څو له سوداګرۍ څخه د ثبات دایمي سولې او کارموندنې لپاره استفاده وشي."
په کابل کې د پاکستاني محصولاتو نندارتون چې درې ورځې به دوام وکړي؛ په کې د شاوخوا څلویښتو شرکتونو محصولات نندارې ته ایښودل کیږي.
په همدې حال کې د راولپنډۍ د سوداګرۍ د خونو مسول شمایل داود د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې او دغه راز د منځنۍ آسیا مارکیټونو ته د لاس رسي لپاره مثبت ګامونه اخیستي دي.
ده وویل، هېواد یې تمه لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده ډالر ته لوړه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مسوولین هم دا ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو د اقتصاد د ودې لپاره ګټور بولي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال محمد یونس مومند د یاد نندارتون تر پرانیستلو یوه ورځ مخکې خبریالانو ته په دې اړه وویل:
"د دغه شان نندارتونونو جوړل د افغانستان او پاکستان په اقتصاد کې ډير پرمختګ راولي. زموږ د اقتصادي پرمختیا لامل ګرځي."
که څه هم د افغانستان او پاکستان حکومتونو ژمنې کړي چې په سوداګریزو چارو کې به یو بل ته آسانتیاوې رامنځ ته کوي؛ خو افغان سوداګر لا هم شکایت کوي چې په پاکستان کې د دوی د فعالیتونو په وړاندې ډير زیات خنډونه شته.