د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د افغانستان شل ولایتونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي


د افغانستان لوړو پوړو امینتي چارواکو د هېواد په یوشمیر ولایتونو کې د امنیتي پيښو زیاتوالي تایید کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد ۱۱ ولایتونه د لوړ او نهه نور د منځنۍ کچې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي دغه څرګندونې د ولسي جرګې د کورني او دفاعي چارو کمیسیونونو په فوق العاده استجوابیه غونډه کې وکړې.

ښاغلي علومي همدارنګه وویل چې د وزیرستان او په هلمند کې د پراخو عملیاتو تر پیلیدو وروسته وسله والو مخالفینو په شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي:

"په ژمي کې هم د افغانستان دښمانان او وسله وال ارام پاته نه شول او په ټولو حالاتو کې یې کوښښ وکړ چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو؛ حکومت او خلکو باندې فشار راوړي؛ عمده علت دا دی چې د ژمي او د پسرلي په پيل کېدو سره داسې څه ونه شول چې موږ یې د امنیتي اړخه ووایو چې تغیرات دې راغلي وي."

ښاغلي علومي همدارنګه وویل چې ده نا امنیه ولایتونو د امنیت تامینولو په هدف یې جدي پروګرامونه تر لاس لاندې نیولې دي.

نورالحق علومي زیاته کړه؛ په ورستیو څو میاشتو کې د افغان سرتیرو له خوا په تر سره شوو عملیاتو کې ګڼ شمېر وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمیسیونونو په هیواد کې د ورستیو امنیتي پيښیو د زیاتېدو او په ځانګړي ډول د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ورستۍ امنیتي پيښې په اړه د سې شنبې په ورځ د دفاع وزارت لوی درستیز او د ملي امنیت عمومي رییس هم خپلي غونډي ته وربللي وو.

د راپورنو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې په کابل؛ ننګرهار، بلخ، غزني، بدخشان، فاریاب او د هېواد په شمېر نورو ولایتونو کې وسله والې او انتحاري حملې تر سره شوي چې له امله یې شاوخوا سل تنه مړه او ټپیان شول.

په عین حال کې د دفاع وزارت لوی درستیز شیرمحمد کریمي په دغه ناسته کې وویل چې د هوايي تجهیزاتو کموالي او کمزورې رهبري په ځینو ولایتونو کې وسله والو مخالفینو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي کریمي د بدخشان د ورستۍ پيښې په اړه وویل چې د دې ولایت په جرم ولسوالۍ او خستک دره کې په ورستیو امنیتي پيښيو کې د دې ولایت امنیه قومندان بې پروايي کړې:

"موږ د افسرانو په رهبري کې هم ستونزې لرو؛ موږ تر ډېره حده کوښښ کړی دی چې اصلاحات راولو او دا لړۍ روانه ده؛ په اوس هم په اکثرو ځایونو کې د صاحب منصب رهبري سره ستونزې لرو؛ په خوست کې یا په جبر یا په زور یا په رضا د خلکو همکاري زموږ سره نسته بلکې له مخالفینو سره ده؛ شاید دوی تر فشار لاندې وي، شاید دوی عملاً غواړي دا وکړي."

ښاغلي کریمي وویل چې د بدخشان امنیه قومندان اوس مهال تر څېړنو لاندې دی؛ څو په دغه ولایت کې د کمزوري رهبري عوامل په ګوته کړي.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول په بدخشان ولایت کې ورستیو امنیتي پيښو د ولسي جرګې غړي اندیښمن کړي دي.

دوی وايي چې د دې ډول پيښو تکرارېدل ورته د منلو وړ نه دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په دغه ناسته کې وویل چې امنیتي ارګانونه باید د ولسي جرګې ادارې پلاوي سره د امنیتي پيښيو د ستونزو د هواري په هدف خبرې وکړي:

"د افغانستان وضعیت سم نه دی؛ د بدخشان حالت تاسو ولید، په فریاب، هلمند، کونړ او نورستان او مزارشریف او د افغانستان په مرکز کابل کې په همدې شکل؛ که چېرې موږ او تاسو د رسنیو په مخ کې څه نه شو ویلای؛ د وطن مسلحت دا حکم کوي چې تاسو د رسنیو پرته یوازې شورا ته دا واقعیت ووایاست چې حل لاره څه ده؟"

د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمیسیونونو تر سختو انتقادونو وروسته د ولسي جرګې د غړو او امنیتي ارګانونو ترمنځ روانه جلسه سري شوه او رسنۍ ونه توانیدلې چې د وکیلانو د پښتونو په اړه د امنیتي ارګانونو ځوابونه تر لاسه کړي.

پر همدې مهال د ولسي جرګې غړي او عام خلک ټینګار کوي چې امینتي ارګانونه باید د امنیت تامین د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې راولي.

XS
SM
MD
LG