د کابینې پنځو معرفي شوو غړو نن ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه تشریح کړل.
په دې کسانو کې د سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کرني او مالدارۍ او د اقتصاد وزرات لپاره کاندید وزیران شامل وو.
د نوو کاندید وزیرانو له ډلې څخه شپږو نورو پخوا تر دې ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړي دي.
زموږهمکار اسدالله لودین په دې اړه د ولسي جرګې له دویم مرستیال نذیراحمدزي سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې د نن ورځې په غونډه کې د کاندید وزیرانو خبرو څومره د ولسي جرګې د غړو قناعت ترلاسه کړ؟