د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

اوباما د ایران د اټمي لانجې هواري ته خوشبیني ښکاره کړه


د ایران د سترمذهبي مشرله وروستیو څرګندونو سره سره د امریکا ولسمشرد ایران د اټمي لانجې هواري ته خوشبیني ښکاره کړه.

اوباما وویل، هغه څرګندونې چې د ایران ستر مذهبي مشر او نورو چارواکو کړي تر ډیره د دې هېواد کورنی سیاست منعکسوي او دا په نورو هېوادو کې هم معمول ده.

د امریکا ولسمشربارک اوباما وایي چې د ایران د سترمذهبي مشرد وروستیو تندو څرګندونو سره سره له دې هېواد سره د هر اخیزې اټمي موافقې ترلاسه کیدو ته خوشبین دی.

اوباما وویل چې د ایران د سترمذهبي مشرایت الله علي خامنه یي غبرګون حیران کړی نه دی ځکه د ده په وینا هغه د ایران د کورني سیاست زیږنده ده.

اوباما په پانامه کې د امریکا د وچې د هېوادونو د سرمشریزې په حاشیه کې د لومړي ځل لپاره د کیوبا له ولسمشر راول کاسترو سره له خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د ایران د اټمي لانجې په اړه وروستیو پرمختګونو ته په اشاره وویل:

″ښایي داسې لارې چارې وي چې وروستۍ اټمي موافقه ترلاسه شي، داسې یوه موافقه چې په کې د ایران غرور، د دې هېواد علم او سیاست رضایت حاصل شوی وي خو هغه زموږ عملي اهدافوته هم ځواب ووایي او په همدې خاطر باید خپلو مرکچیانو ته د خبرو اترو لپاره وخت ورکړو چې په دې اړه پریکړه وکړي.″

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو په وروستیو کې په سویس کې د یوې موافقې پرچوکاټ موافقه وکړه چې پر اساس به یې دواړه خواوې د جون د میاشتې تر پایه د نهایي موافقې د ترلاسه کیدو لپاره خبرو ته دوام ورکوي.

د یوې نهایي موافقې په صورت کې به ایران خپل اټمي فعالیتونه محدودوي او نړېواله ټولنه به هم پردې هېواد بندیزونه لیرې کوي.

واشنګټن ویلي چې له ایران سره د اټمي موافقې په صورت کې به پر تهران لګول شوي بندیزونه په تدریجي ډول لیرې کوي خو د ایران د سترمذهبي مشرپه شمول ایراني چارواکو د موافقې له لاسلیک کیدو سره سم د دغو بندیزونو د لیرې کیدو ویلې دي.

خامنه یي د تیرې پنجشنبه په ورځ د نړۍ له قدرتونو سره د شوې توافق په اړه څرګندونو کې یو ځل بیا د امریکا د بد نیت په وړاندې خبرداری ورکړ.

هغه وویل، دغه توافق د دې ضمانت نه کوي چې د جون تروروستی نیټې به هرو مرو نهایي موافقه ترلاسه کیږي.

ایران او د امریکا، جرمني، فرانسې، بریتانیا، روسیې او چین مرکچیان به د هراړخیزې موافقې د ترلاسه کیدو لپاره په راتلونکو ورځو کې خبرې بیرته پیل کړي.

XS
SM
MD
LG