د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

لویه څارنوالي وايي د فرخندې دوسیه د انکشاف په حال کې ده


د افغانستان لویه څارنولۍ وايي، د فرخندې د وژلو د وسیه په جدي توګه څیړل کیږي.

په پام کې وه چې د فرخندې د وژنې د وسیه د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ سترې محکمې استول شوې وای؛ خو لویه څارنوالۍ وايي چې یاده دوسیه نورې څیړنې هم غواړي.

د لويې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د فرخندې د وژنې په اړه هره ورځ نوي موارد په دوسیه کې شاملیږي او د دوسيې څیړل غځوي.

ښاغلي عزیزي وویل، تر دې د مه د فرخندي د وژنې په تور نهه څلویښته کسان نیول شوي چې شل يې نظاميان او نهه ویشت یې ملکي کسان دي.

ده وویل، د فرخندې د وسیه به ترراتلونکو دوو اوونیو پورې مربوطې محکمې ته واستول شي:

"دوسیه د انکشاف په حال کې ده او نورکسان چې په دې قضیه کې شامل دي؛ هغوی هم ونیول شي، موږ نوروخت ته هم ضرورت لرو چې دوسیه په هراړخیزه توګه وڅیړو او بیا یې ذیصلاح محکمې ته واستوو."

اوه ویشت کلنه فرخنده څه دپاسه درې اوونۍ مخکې د کابل ښار شاه دوشمشېره زیارت ته څیرمه؛ د قران د سوځولو په تور د یوشمېر قهرېدلو کسانو له خوا په وهلو ټکولو ووژل شوه.

جمهور ريیس د دې قضیې څیړلو ته د حقیقت موندنې یو ځانګړی کمیسیون ګمارلی دی.

اوسمهال ویل کیږي چې ځینې کړۍ هڅې کوي چې د فرخندې د وژلو په تور ځینې نیول شوی کسان؛ خوشې شي او د دې ترڅنګ د فرخندې کورنۍ هم وګواښي.

په عین حال کې د مدني ټولنې فعالان او د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون له حکومته غواړي چې د فرخندې وژونکي دې؛ په علني ډول مجازات کړي.

همدارنګه د دې پیښې د څیړلو لپاره د حقیقت موندنې کمیسیون هم تاکید کوي چې د فرخندې دوسیه دې په غورسره وڅیړل شي او وژونکو دې جزا وویني.

د دې کمیسیون غړي خپلواک صافي ازادي راډیو ته وویل:

"دا د ملت غوښتنه هم ده چې د پیښې عاملین دې جزا وویني؛ کمیسیون هم غواړي چې یاده دوسیه په دقت سره وڅیړل شي او مجرم له سزا بچ نه شي."

دا په داسې کې ده چې ګڼ شمېرکابل ښاریان تلوسه لري چې کله به عدلي او قضايي ارګانونه د دې دوسيې څیړل بشپړوي او کله به د فرخندي د وژلوعاملین سزا ویني.

لویه څارنوالۍ داهم وايي، په دې برخه کې به عدالت پلی او هیچا ته به په کې د مداخلې حق ورنه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG