د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

قوقندي: ډېر ژر به تاجکستان په اپټان توافقنامې کې ورګډ شي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ تاجکستان به ډیر ژر د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په توافقنامه (ابټا) کې شامل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په دې نظردی چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په توافقنامه کې د تاجکستان شمولیت؛ د دې سبب کیږي چې افغانستان به د یادو هیوادونو ترمنیځ د ټرانزیټ په یوه عمده هېواد بدل شي.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د دې توافقنامې له پلې کېدو سره به له یوې خوا؛ افغان صادروونکو ته اسانتیاوې برابرې او له بله خوا به هېواد د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمینځ د ټرانزیټ یوه باوري لیکه ثابته شي.

ده وویل، په دې توافقنامه کې د تاجکستان ور ګډېدل، د هېوادونو ترمنیځ اقتصادي اړیکي هم پراخولی شي:

"د دې توافقنامې په اساس د پاکستان موټر کولی شي چې د افغانستان له لارې تاجکستان ته او د تاجکستان، پاکستان ته تګ راتګ وکړي.

همدرانګه به د افغانستان د موټرتګ دواړوهیوادونو ته هم ازاد شي.

له دې سره زموږ صادرات د تاجکستان او پاکستان څخه نورو لیرې سیموته هم ورسیږي او زیات به شي."

ښاغلي مسافرهیله وښوده چې دا توافقنامه تر راتلونکو پنځه لس ورځو پورې لاسلیک شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې توافقنامه کې به د تاجکستان د ورګډېدو وروسته؛ پاکستان د دې توافقنامې نوم له "ابتا" څخه په "پټا" واړوي.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ابټا توافقنامه له دوه زره لسم میلادي کال راهیسې نافذه ده او په اساس یې د افغانستان مالونه د پاکستان مهمو بندرونو لکه واګې پورې رسیدلی شي او د پاکستان موټرهم دا حق لري چې خپل مالونه د افغانستان تر بندرونو ورسوي.

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دې توافقنامې لاسلیک کېدل ګتور ګڼي؛ خو وايي چې افغانستان له دې توافقننامې څخه هغه ګټه پورته نه کړي لکه څنګه چې پاکستان او تاجکستان یې ځنې پورته کولی شي.

د دې خونې د نړیوالو اړیکو د کمیټې ريیس اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل:

"د درې واړو هېوادونو ترمینځ چې دا توافقنامه لاسلیک کیږي؛ دا ښه خبره ده، په دې خاطر چې افغانستان د سوداګرۍ د یوې مهمې سیمې په توګه پیژندل کیږي؛ خو تاجکستان او پاکستان به ځنې ځکه زیاته ګټه واخلي؛ هغوی د سوداګرۍ د غځولو امکانات لري او افغانستان په دې برخه کې کمزوری دي."

افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او نورو هېوادوته خپل اکثره صادرات د پاکستان له بندرونو ترسره کوي.

سره له دې چې پاکستاني چارواکو ویلي چې هند ته به د افغانستان صادرات د پاکستان د واګې تربندره ورسیږي؛ خو کار پوهان وايي چې له پاکستان سره له شوې تفاهم نامې سره سره، د پاکستان په خاوره کې افغان ټرانزیټ ته لازمې اسانیتاوې نه دي برابرې شوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG