د پوځي چارو متخصصین وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د اسلامي دولت په نوم رامنځته شوي افراطیان چې لا اوس ډېر غښتلي نه دي؛ له منځه یوسي.
د پوځي چارو کارپوه اسحق اتمر آزادي راډیو ته وویل؛ دا چې په دې وروستیو کې کابل ته په نږدې سیمو کې د دې ډلې د فعالیتونو په اړه رپوټونه خپریږي؛ افغان امنیتي ارګانونه باید دا مساله جدي ونیسي او په اړه یې اقدام وکړي.
له ښاغلي اتمر سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتنه کړې که رښتیا هم دا ډله په اسلامي دولت پورې تړلې وي باید د لا پرمختګ د مخنیوي لپاره یې څه وشي؟