د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

بشري حقونه وايي د فرخندې د قاتلینو محاکمه باید عادلانه وي


د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند ډاکټر رفیع الله بیدار
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند ډاکټر رفیع الله بیدار

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غواړي چې د فرخندې د قاتلینو محاکمه دې عادلانه وي.

د دغه کمیسیون ویاند وايي چې د فرخندې د قتل ټولو مسببینو ته دې د قانون له مخې یو شان سزا ورکړل شي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي، ډیر ژر به د فرخندې د قتل دوسیه محکمې ته وسپارل شي؛ د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له عدلي او قضايي ادارو غواړي چې په دغه قضیه کې له عدلي اصولو سرغړونه ونه شي.

د دغه کمیسیون ویاند ډاکټر رفیع الله بیدار آزادي راډيو سره مرکه کې وویل چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته د فرخندې په قضیه کې د عدلي او قضايي ادارو له خوا هیڅ ډول نا غیړي او بې غوري د منلو وړ نه ده :

د ۲۷ کلنې فرخندې له وژل کېدو شاو خوا شل ورځې تیریږي.

دغه پيښه د کابل ښار په زړه کې د لسګونو کسانو له خوا د هغې پیغلې نجلې د وژنې انځور دی چې د قرآن کریم د سوځولو په تور په بې رحمۍ سره شکنجه او تر موټر لاندې کیږي او وروسته یې بیا مړي ته اور اچول کیږي.

د فرخندې وژنې په کور دننه او بهر کې سخت غبرګونونه را پارولي دي.

افغان حکومت هم هوډ کړی چې د فرخندې د قتل عاملینو ته به سخته سزا ورکړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند هم وايي چې حکومت، مدني ټولنې او د بشري حقونو سازمانونه به ترهغو خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې د فرخندې د قتل عاملینو ته سزا نه یې ورکړل شوې.

ډاکټر بیدار وايي چې د دې قضیې د عاملینو د محکمې لپاره باید یو میکانیزم موجود وي.

په همدې حال کې د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي چې په دې وروستیو کې یې د فرخندې په وژل کیدو کې ښکیل دوه نور کسان هم نیولي دي.

له دې وړاندې په دې قضیه کې ښکیل ۴۷ کسان نیول شوي چې ۱۹ یې پولیس دي.

که څه هم چې دا لا په ډاګه نه ده چې افغان عدليي او قضايي ادارې به د فرخندې د قتل ډله ییزه محاکمه څنګه ترسره او عاملینو ته به یې څه ډول سزا ورکړي؛ خو ډير شمیر خلک غواړي چې هغه نور کسان دې هم ونیول شي چې په دغه وژنه کې یې لاس درلود او اوس د قانون له منګلولو تښتیدلي او ځانونه یې پټ کړي دي.

XS
SM
MD
LG