د بښنې نړیوال سازمان د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د بشر د حقونو د ښځو فعالینو د ناسم وضیعت په اړه اندېښنه ښوودلې ده.
د بښنې د نړیوال سازمان راپور ښيي چې په افغانستان کې هیڅ یوه ښځه له کوره بهر خوندي نه ده.
دغه سازمان خپل راپور د سه شنبې په ورځ په کابل کې "د هغوی ژوند په خطر کې دی" په نوم خپور کړ.
دغه راپور په افغانستان کې د بشر د حقونو د ښځینه فعالانو په وضیعت راڅرخي.
په راپور کې راغلي چې یادې ښځې له بیلابیلو ستونزو لکه، ګواښونه، جنسي ځورنې او د وژنې له پېښو سره مخ دي.
د بښنې د نړیوال سازمان منشي "سلیل شیټي" د دغه راپور د خپرولو پر مهال وویل چې د بشر د حقونو د فعالو میرمنو تر څنګ؛ ډاکټران، ښوونکي، وکیلان، پولیس او خبریالې میرمنې هم نه یواځې دا چې د طالبانو له خوا ګواښل کېږي؛ بلکه د جنګ سالارانو او دولتي چاروا له خوا تهیدید شوي دي.
ښاغلي شیټي وویل، هغه قوانین چې باید ورڅخه ملاتړ وکړي یا نشته او یا هم کمزوري دي.
نوموړي وویل چې د افغان حکومت مکلفیت دی چې ژر او په جدي ډول د دغو قضیو په وړاندې ځواب ووايي او دغه شان لازم اقدامات تر سره کړي:
"دغه مساله په دقیق ډول زموږ د راپور مرکزي ټکی دی چې د حکومت مسوولیت د دغو قضیو په وړاندې څه دی؛ افغان حکومت د نړیوالو تعهداتو او ملي قوانینو له مخې مکلف دی چې تر څو په هیواد کې د ښځو له حقونو نه ملاتړ وکړي؛ زمونږ د راپور تمرکز هم په همدې دی چې څنګه ډاډ تر لاسه کړو چې د حکومت ځواب په دواړو برخو کې څه دی؟
یو د حملو د مخنیوي لپاره به څه ډول اقدامات کوي او بل دا چې د بیښې په حالات کې به څه ډول ژر او ګټور ځواب وايي."
"د هغوی ژوند په خطر کې دی" راپور د بښنې د نړیوال سازمان له خوا د ښځو د حقونو د پنځوسو ملاتړو او د دوی د کورنۍ د غړو سره د ۲۰۱۴ کال د اکست او سپټمبر میاشتو ترمنځ د ټول افغانستان په کچه برابر شوی دی.
د دغه راپور موندنې په څرګنډ ډول ښيي چې افغان چارواکو د بشري حقونو د شځو ملاتړکوونکو پر وړاندې ګواښونه جدي نه دي نیولي.
په راپور کې راغلي چې د دغو قضیو څېړل له نادراتو څخه دي او کله چې د بشر د حقونو ښځې ملاتړکوونکې د خپل خان په وړاندې د ګواښ یا تهیدید خبره کوی؛ نو، ګواښونه یې پر وړاندې لا ډېرېږي.
په راپور کې دا هم راغلي چې افغان حکومت د هغو ګواښونو د واقیعت په اړه چې د بشري حقونو ښځینه ملاتړ کوونکې ورسره مخ دي سترګې پټوي.
خو د افغان ولسمشر ویاند اجمل عابدي ازادي راډیو سره په خبرو کې چې دا راپور د تېرې دورې د قضیو پر بنسټ جوړ شوی او ټینګار یې وکړ چې په یادې برخه کې په هیڅ یو مورد سترګې نه دي پتې شوي:
"افغان دولت کاملاً د بشر حقونو او د شځو حقونو ته ژمن دی او په دې اړه د افغانستان د اساسي قانون دوهم فصل پوره وضاحت لري او دولت هم د اساسي قانون په پلي کولو مکلف دی."
د مجازاتو د بخښنې او په یو ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د فرهنګ منل په ټوله کې د شځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده لامل بلل کېږي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالین وايي؛ که په افغانستان کې د شځو پر وړاندې د ګواښونو مخه ونه نیول شي؛ دغه مساله به د ښځو فعالیتونه کم او پیکه کړي.
دوی په یو داسې حفاظتي سیسټم ټینګار کوي چې د افغان میرمنو خوندیتوب تضمین کړي.