د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

زابلي: د دوکاندارانو پر عوايدو د ماليې لګول غيرعادلانه دى


د مشرانو جرګې یو شمېرغړي د حکومت له لوري د دوکاندادانو پرعایداتو د مالیې لګولو سیسټم غیرعادلانه بولي.

افغان سناتورانو د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې همدا راز وویل چې دا کارپه مالیې وزارت کې فساد ته زمینه برابروي.

خو د مالیې وزارت وایې چې دوي دغه مالیه د اصنافو د درجه بندۍ له مخې راټولوي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایې، حکومت باید پرهغو کسانو مالیه وضع نه کړي چې کلنی عاید یې کم وي.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي د سې شنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت نه باید خپله بودجه له کم عاید لرونکو کسبه کارو له مالیې څخه پوره کړي:

″پرځای د دې چې حکومت دغه خصوصي متشبثین تشویق کړي او ملاتړ یې وکړي، سرکوبوي یې.

که حکومت به بودجه کې څه ونه لري، دا خو په دې معنی نه ده چې دوي د دوکاندار او غریبانو له مالیو بودجه ډکوي چې هغه د ورځې سل روپۍ هم نشي پیدا کولای.″

ښاغلي زابلي وویل چې حکومت باید د سترو سوداګرو پر عوایدومالیه ولګوي نه د عادي دوکاندارانو او متشبثینو پر عایداتو.

اخوا د مشرانو جرګې بله غړې سهیلا شریفي بیا د دې ستونزې یولامل له قانونه د خلکو ناخبري ښیې:

″د افغانستان ټول وګړي له دوکانداره نیولې تر رییس، مرستیاله، هیڅ یو په خواشینۍ سره نه قانون ته مراجعه کوي او نه دقت کوي.

دلته یو سرتاسري کمپاین پیل شو او داسې یوکار وشو چې ټول ملت یې حیران کړ.″

میرمن شریفي پرحکومت هم انتقاد کوي چې له قانونه د خلکو د خبرولو لپاره اقدام نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار زرګونه دکاندارانو د دوشنبې په ورځ کار بندیز اعلان کړی و او له حکومت یې وغوښتل چې پرعایداتو د مالیې قانون باندې له سره غور وکړي.

د دوکاندارانو کاربندیزپه کابل کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې و.

خو د افغانستان د مالیې وزارت ویاند عبدالقادرجیلاني بیا ازادۍ راډيو ته وویل چې د اصنافو د درجه بندۍ پراساس یو زیات شمېر دوکانداران د مالیاتي سیسټم تر پوښښ لاندې راغلي دي او حکومت ورڅخه د قانون له مخې مالیه اخلي:

″په تیروکلونو کې یو منظم مالیاتي سیسټم موجود نه و او بیا چې موږه د اصنافو د درجه بندۍ برنامه تیرکال پيل کړه، نو ډير نوي دوکانداران زموږ د مالیاتي سیسټم تر پوښښ لاندي راغلل.

هغه دوکانداران چې مخکې زموږ سره راجسټر نه و، مالیاتي سیسټم کې شامل شوه چې دا زموږ لپاره ستره لاسته راوړنه ده.″

ښاغلی جیلاني وایی له دوې سره دیارلس زره دکانونه ثبت او راجسټردي او د هغوی مالیه تثبیت شوې ده.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان وایې، دا چې د دوکاندارانو عایدات مشخص او روښانه نه دي، نو ښایې په دغه پروسه کې ځينې ستونزې موجودي وي.

دوي سپارښتنه کوي چې حکومت باید خپل مالیاتي سیسټم دوکاندارنو ته واضح کړي او د هغوی قناعت حاصل کړي ترڅو د هغوی کاربندیزد خلکو پر ژوند تاثیر ونه کړي.

XS
SM
MD
LG