د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

افغان دولت د امو سيند د زيان اړولو مخه نيسي


د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانکړي استازي احمد ضیا مسعود، د کندز ولایت په شېر خان بندر کې د امو سیند څنډې وکتلې او ويې ويل چې د ۷۰۰ کیلومټره په اوږوالي سره د امو سیند پر غاړو د تحکیماتو کار پیلېږي.

د امو سیند د کوکچې له سیند څخه همدارنګه د بدخشان ولایت د پامیر له غرونو څخه سرچېنه اخلي او کله چې د تخار، کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو څخه تېریږي له ځانه سره ډېرې سیمې هم ويجاړوي.

مسعود د کندز په شیرخان بندر کې د امو سیند د څنډو څخه د لېدنې پرمهال رسنیو ته داسې وویل د اوبو او د برېښنا وزارت پلان لري چې د دوو لویو کانالونو کار پیل کړي. د ده په خبره یو د دشت ارچي ولسوالۍ کانال دى بل یې هم د امام صاحب ولسوالۍ کانال، اوسمهال ددغو کانالونو پر ډیزاین کار روان دي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به یې کار پیل شي،چې ورباندې سل میلیونه امریکاي ډالره لګښت راځی.

مسعود وايي دغه پيسې د اسیايي بانک لخوا ورکول کېږي.

نوموړې وویل،چې د اموسیند د تحکیماتو کار له بدخشان څخه پیل تر فاریاب او جوزجانو پورې رسېږي چې ټولټال ۷۰۰ کیلومتره فاصله لري،چې پر دې پروژې څه باندې ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي او د تحکیماتو د کار له بشپړېدو سره به ۷۷ زره جریبه ځمکه هم خړوبه شي.

په همدې حال کې د کندز والي محمد عمر ساپي په خپلو خبرو کې وویل، چې تاجکستان خپل لوري ته د سیند څنډې کلکې کړي، په وینا یې له امله یې سیند یوازې د افغانستان لوري ته خپله لمنه پراخه کړې او هر کال په سلګونو جریبه زراعتي ځمکې او استوګن ګورونه وړي:

“د امام صاحب ولسوالۍ یو لویه ولسوالۍ ده همدارنګه ډېرې زراعتی ځمکي هم لري، خو بدبختانه زموږ د خلکو ډېرې کرنيزې ځمکې هر کال د امو سیند ويجاړوي”

په همدې حال کې دکندز د ولایتي شوار رییس محمدیوسف ایوبي بیا وايي، دا مهال ددې ولایت په امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو کې د خلکو څه باندې سل زره جریبه زراعتي ځمکې د امو د څپو لاندې دي.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود په خبره که چېرې خلکو د امو سیند په څنډو کې ځنګلونه نه واى وهلي، اوس به دې سیند دومره ورانى هم نه و کړى.

اجمل آرین،ازادۍ راډیو/کندز

XS
SM
MD
LG