د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د ابو بندونو د جوړېدو مخنیوی کوي


د افغانستان د ابو او انرژۍ وزارت سرپرست وایې، چې ګاونډي هېوادونه د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې د ابو د بندونو د جوړېدو مخنیوی کوي.

سره له دې چې د افغانستان له اوبو څخه ګاونډي هېوادونه له کلونو راهیسې ګټه اخلي دا مهال د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي چې ایران په نیمروز کې د کمال خان بند او په هلمند کې د کجکي بند د بیارغونې په برخه کې خنډونه جوړوي.

د دې وزارت سرپرست سلطان محمود محمودي د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل چې په دې اړه یې له ایراني چارواکو سره هم خبرې کړي؛ خو تراوسه یې کومه نتیجه نه ده تر لاسه کړې.

نوموړي وویل چې افغانستان د اوبو د بندونو په جوړېدو کې د ګاونډيو هېوادونو له خوا له سختو ستونزو سره مخ دی:

"انشاء الله چې موږ مسوولیت اخلو چې په ټاکلي وخت کې به د کمال خان؛ کجکي او نورو بندونه به جوړوو؛ باید دوه کمیسیاره ولرو چې یوه به د افغانستان او بله به د ایران وي او انشاءالله د افغانستان د ملي ګټونو نه به دفاع وکړو."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې افغان حکومت تیر کال د کمال خان بند د جوړیدو لپاره له تاجکستان سره یو تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې یاد بند باید د یوه کال په موده کې جوړ شوی وای؛ خو د یو شمیر ستونزو له امله تراوسه یې د جوړیدو کار نه دی خلاص شوی.

ایران د کمال خان بند له اوبو څخهګته اخیستل خپل شخصي حق ګڼي؛ خو د افغانستان حکومت دا کار غیر قانوني بللی.

په عین حال کې د مشرانو جرګې ادارې هییت وایي چې په دې اړه یې له افغان ولسمشر سره هم خبرې کړي او هغه دې ستونزې ته د رسیدګۍ ژمنه کړې ده.

د دې جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي په دې اړه وویل:

"موږ د خپلو خلکو په وړاندې مسوولیت لرو؛ باید په دې اړه رسیده ګي وشي؛ موږ ولسمشر هم په جریان کې اچولی او ولسمشر هم موږ ته ډاډ راکړی چې دا مشکل به حل کړي؛ که چیرې اوبه د افغانستان په کنټرول کې وي؛ موږ هیڅ اړتیا نه لرو چې په نورو برخو کې پانګونه وکړو."

هڅه مو کړه چې په دې اړه په کابل کې د ایران سفارت نظر هم واخلو؛ خو له پرله پسې اړیکو وروسته د دې سفارت د رسنیو دفتر وویل چې سفیر له هېواده بهر دی او په دې اړه خبرې نه کوي.

ویل کیږي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ایران او پاکستان هر کال په وړیا ډول د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د دې هېواد له اوبو څخه ګټه اخلي.

افغان څيړونکي ټینګار کوي چې حکومت باید په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي او ګاونډي هیوادونه پرې نه ږدي؛ څو د افغانستان له اوبو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG