د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د افغانستان د صادراتو پراختیا اداره د صادراتو د بیو د ټیټولو هڅه کوي


د افغانستان د صادراتو پراختیا اداره وايي چې په نږدې راتلونکې کې به له (DHL) نړیوالې ترانسپورټي کمپنۍ سره د افغاني مالونو د صادرولو یو تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان د صادراتو پراختیا اداره وايي؛ په ۲۰۱۵میلادي کال کې د افغاني مالونو د صادارتو د پیاوړتیا لپاره بېلابېل او مشخص پروګرامونه لري.

د دې ادارې رییسې نجلا حبیب یار د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دې پروګرامونو په لړ کې سوداګرو ته پور ورکول؛ روزنیز کورسونه او همدرانګه د ترانسپورټ په برخه کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرول شامل دي:

"ټاکل شوې موږ په راتلونکو څو ورځو کې له (ډي اچ ایل) ټرانسپورټي کمپنۍ سره هوکړه لیک لاسلیک کړو، چې نږدې پنځه څلويښت فیصده د صادراتو پراختیا ادارې له لرې صادرونکو ته تخفیف ورکوي؛ هغه صادرات چې د پاکستان له لارې کیږي؛ ګران تمامیږي، موږ غواړو دا لوړه بیه راټیټې کړو چې صادرات مستقیم له افغانستان نه وشي."

د افغانستان د صادارتو پراختیايي ادارې په افغانستان کې د سوداګرۍ په برخه کې د لا زیاتو او ښو اسانتیاوو برابرولو او د صاداراتو د لازیاتې پراختیا په هدف د افغانستان له نړیوال بانک او د افغان د کلیو مالي کمپنۍ سره د مرستو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دې ادارې چارواکي وايي، بزګران او سوداګر کولای شي له یادې ادارو څخه په څلور فیصده ټیکټانه حتي اوو میلیونه ډالره درې کلنه پور ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي؛ افغان حکومت تېرکال د صادارتو په برخه کې ټاکل هدف نه دی ترلاسه کړی.

د دې وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادۍ راډيو ته وویل چې تېر کال یې هدف شپته په سلو کې و چې ایله په سلو کې ۳۳ فیصده ترلاسه شوی:

"موږ وړاندوینه کړې وه چې په۱۳۹۳ کال کې به زموږ صادرات څه باندې شپیتو فیصده ته لوړ شي؛ له بده مرغه په تېرو درې ربعو کې ۳۳فیصده ته ورسېدل؛ هغه ستراتیژۍ چې د اقتصاد وزارت او صادراتو پراختیا ادارې جوړه کړې لږ تر لږه باید په کال کې باید زموږ صادارت ۱۵ فیصده لوړ شي داسې هیلې موجودې دي چې په ۱۳۹۴ کال کې به زموږ صادارات پنځوس فیصده ته لوړ شي."

ښاغلي قوقندي د صادارتو د کموالي علتونه په هېواد کې روان امنیتي وضعیت؛ د تېر کال جنجالي انتخابات، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل او د ځینو رسنیو تبلیغات په ګوته کړل.

تېرکال افغانستان د ۳۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت وچې او تازه مېوې، قالینې، قیمتي ډبرې او بېلابېل مواد نړۍ ته صادر کړي و.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوخونه له "ډي اچ ایل" ټرانسپورټي کمپڼۍ سره د افغان حکومت سلیک کېدونکي هوکړه لیک ته په نیک نظر ګوري.

د دې ادارې مرستیال جان جان الکوزي ازادۍ راډیو ته وویل؛ یاده کمپنۍ د مالونو په سم رسولو کې نړیوال شهرت لري:

"دېره قوي کمپنۍ ده، که چېرې دا کار وشي، په ریښتیا هم ښه خبره ده، موږ یې هرکلی کوو چې موږ صادرات یاده کمپنۍ ترسره کړي؛ دا مهال افغانستان د صادارتو په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس اوګریوان دی."

افغان حکومت وايي، هڅې یې پیل کړې چې په راتلونکو لسو کلونوکې د صادارتو او وارداتو ترمنځ تعادل رامنځ ته کړي.

د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي حکومت باید په خپل هېواد کې سوداګرو ته د پانګې اچونې ته لازیاتې اسانتیاووې رامنځ ته کړي؛ څو تولیدي فابریکې زیاتې او په دې سره دملا ماتوونکو وارداتو مخنیوي وشي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG