د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

سالنګي: په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د حضور په اړه باید څېړنې وشي


د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي؛ د ملګرو ملتونو د هغه راپور په اړه څیړنې کوي چې ویلي په افغانستان کې ۶۵۰۰ بهرنیان د داعش په لیکو کې جنګیږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش له فعالیتونو خبرې کیږي؛ د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو د هغه راپور په اړه به څیړنې وکړي چې ویلي یې دي ۶۵۰۰ بهرني جګړه مار په افغانستان کې په جګړه بوخت دي.

د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي د شنبې په ورځ آزادي راډيو سره په مرکه کې وویل؛ دې ته اړتیا ده چې د افغانستان استخباراتي او امنیتي ادارې د بهرنیو جګړه مارو په اړه څيړنې وکړي؛ تر څو دغه ارقام معلوم شي:

"دا د افغاني څانګو لکه استخباراتو څیړنې ته اړتیا لري؛ زه دا د ۶۵۰۰ جګړه مارو ارقام نه تایید او نه هم ردوم؛ خو په ویرې اچونې او تروریستي فعالیتونو کې د بهرنیانو لاس لرل نه ردوم."

د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې دا مهال افغانستان د بهرنیو وسله والو لپاره په یو خوندي پټنځای بدل شوی او د یو شمېر بیلابیلو هیوادو زرګونه وسله وال دلته په جګړه بوخت دي.

په راپور کې راغلي چې دوی د القاعدې او داعش ډلو په چوکاټ کې وسله وال فعالیتونه تر سره کوي.

راپور وايي، د سلو کورنیو ۶۵۰۰ بهرني وسله وال افغانستان کې په جګړه بوخت دي.

بله خوا امنیتي څيړونکي په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې شتون تشې آوازې ګڼي.

د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر وايي چې د اسلامي دولت ډلې په نامه جګړه مار هماغه عرب؛ چیچن او ازبکان دي چې پخوا په شمالي او جنوبي وزیرستان کې روزل کیدل او افغانستان ته د جګړې لپاره راتلل خو په وزیرستان کې د پاکستان له عملیاتو وروسته افغانستان ته راغلي دي:

"زما په عقیده د داعش ګواښ هيڅ جدي نه دی؛ هغه وسله وال چې په تیرو کې له دولت سره په جنجال اخته وو اوس یا د ځان وژونکو حملو وسیله ورته پاتې یا کله د سرکونو پر غاړو باندې ماینونه ږدي او دلته دومره چې لیدل شوي؛ دا اکثره تبلیغات هم د بهرنیانو د خوښې کار دی."

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې وسله والو د شتون په اړه راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې له افغان طالب وسله والو سره د حکومت د خبرو د پیل په اړه هم آوازې تودې دي.

یو شمیر خلک په دې باور دي چې داعشيان هماغه طالب وسله وال دي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې په افغانستان کې فعالیت درلود او اوس یې د داعش په نوم جامه بدله کړې ده.

XS
SM
MD
LG