ایران او لویدیځ چې له دولس کلونو راهیسې خپلو کې په اتومي شخړه کې ښکیل وو بالاخره یې ددې لانجې د هواري یوه لاره ومونده.
د ایران اتومي لانجې په وروستیو کلونو کې د یوې جګړې د رامنځته کیدو خطر هم پېښ کړی و.
په سویس کې دواړو لوريو د یو داسې توافق پر چوکاټ هوکړه وکړه چې له مخې به یې ایران خپل اتومي پروګرام محدودوی او پر دې هیواد به لګیدلي بندیزونه ليرې کیږي .
سلطان محمد سرور د امریکا په اوهایو پوهنتون د منځني خیتځ د څیړنو د مرکز له رئیس ډاکتر عالم پایند سره د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو ترمنځ د شوې هوکړې په اړه مرکه کړې .