د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

مظاهره چيان: د فرخندې قاتلين دې محاکمه شي


د فرخندې قبر
د فرخندې قبر

په ننګرهار کې د ملي همبستګۍ ټولنې په سلګونو غړو د یوې مظاهرې له لارې پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د فرخندې قاتلين دې محاکمه شي.

دغه مظاهره، چې د شنبې ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې تر سره شوه تر دوه ساعتونو پورې دوام وکړ.

د دې مظاهرې په لسګونو ګډونوالې میرمنې وې، دوی پر افغان دولت نيوکه کوله، چې مجرمينو ته سزا نه ورکول کیږي او همدا لامل دی، چې په هیواد کې د جرمونو کچه لوړيږي.

دغو مظاهره چيانو له ولسمشر نه غوښتنه وکړه،چې د فرخندې په قضيه کې ښکیل کسان دې په عام محضر کې محاکمه شي. په مظاهره چيانو کې يوه هم فرخنده نومېده هغې وويل:

"راټولې شوې خويندې غواړي، هغه کسان، چې فرخنده يي په بېرحمه توګه وسوځوله په علني توګه محاکمه شي، نور داسې کار ترسره نه کړي

مظاهره چيانو ويل چې دولت بايد ټول جنايتکاران محاکمه کړي.

د دې مظاهرې یوې بلې ګډونوالې بيا د فرخندې وژنه یوه پلان شوې دسیسه وبلله:

" د فرخندې شهيدېدل یوه ناڅاپي پيښه نه وه بلکې دا د خاينانو د نازولو فرهنګ پایله ده، چې دا تیر څوارلس کاله زموږ په هیواد کې واکمن دي"

دغو مظاهره چيانو په وروستيو شېبو کې یو پریکړه لیک هم صادر کړ،چې په کې ګواښ يې کړى، که چیرې مرکزي حکومت د دوی غوښتنې ونه مني او قاتلینو ته سخته سزا ورنه کړي دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG