د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند د لغوه کېدو هڅې ګړندۍ شوي


رپوټونه وايي چې تاجک چارواکو د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند د لغوه کولو هڅې ګړندۍ کړي دي.

د تاجکستان په بېلابېلو ښارونو کې غونډې کیږي او له خلکو په ځانګړې توګه له ځوانانو غوښتنه کیږي چې د دې ګوند د لغوه کیدو ملاتړ وکړي.

په دې اړه روانه اوونۍ د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د ځوانانو یوه ستره غونډه جوړه شوې وه چې د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند د له منځه تللو لپاره د ملاتړغوښتنه په کې وشوه.

د ازادۍ راډیو خبریاله زرانګیزد دې غونډې په اړه وايي چې ګڼ شمېرګډون کوونکي یې هغه تاجک ځوانان وو چې په تاجکستان کې د افراطي ډلو پرضد د مبارزې پلوي کوي:

″په غونډه کې د تاجکستان د اسلامي پوهنتون استاد رحیم کریموف چې د پخواني اپوزیسیون له مشرانو وو، د تاجکستان اسلامي نهضت یوه تروریستي ډله وبلله چې باید له منځه ولاړه شي.

استاد کریموف وویل چې دې ګوند په تاجکستان کې د پينځه کلنې کورنۍ جګړې پرمهال زیات خلک وژلي او دا ډله یې د خپل هېواد د ډيرو بدبختیو عامل وګڼله.″

په همدې حال کې، د تاجکستان د یو شمېرمسجدونو ملایانو تیره اونۍ د جمعې تر لمانځه وروسته، پرخپلوخلکو ږغ وکړچې د دې ګوند له منحیلدو ملاتړ وکړي.

دې ملایانو خلکو ته ویل چې د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند لغوه کیدل به په تاجکستان کې د منځني ختیځ یو شمېراسلامي هېوادونو ته د ورته وضعیت د پيښدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په دوشنبې ښارکې د ازادي راډیو خبریاله زرانګیز په دې اړه چې ولې د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند سره مخالفت زیات شوی، وايي:

″د دې یو عمده دلیل چې د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند په وروستیو کې له شدید مخالفت سره مخامخ شوی دا دی چې په زیاتو عربي هېوادو کې شدیدې ناکرارۍ روانې دي.

دوهم دلیل یې دا دی چې څلورکاله مخکې دې ګوند د تاجکستان په پارلماني انتخاباتوکې ډيرې چوکۍ وګټلې نو اوس د تاجکستان چارواکي ویریږي او د دې ګوند دمنحلیدو لپاره یې فشار زیات کړی دی.″

د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند په 1991میلادي کال کې جوړ او په 1993 میلادي کال کې یې د تاجکستان د سترې محکمې له خوا پر فعالیتونو بندیز ولګید.

د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند له 1992 کاله تر1997 میلادي کاله د دې هېواد له دیموکرات ګوند سره د حکومت پرضد وسله واله مبارزه کوله.

XS
SM
MD
LG