د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

داعش ډله په سوریه کې د فلسطیني مهاجروکمپ ته ورننوتي


د اسلامي دولت ډلې وسله وال د سوریې د مرکزدمشق په اته کېلومترۍ کې د فلسطیني مهاجروکمپ ته ورننوتي دي.

د یرموک کمپ د دمشق په جنوب کې دی. د فلسطین د ازادي بخښونکې غورځنګ غړیو فرانس پریس اژانس ته وویل چې د داعش وسله والو د چهارشنبې په ورځ د دې کمپ لویه برخه لاندې کړه.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو میشته څارونکې ډله وایي چې د اسلامي دولت د ډلې او د فلسطینیانو د اکناف بیت المقدس د ډلې ترمنځ د یرموک د کمپ شاوخوا جګړې شوې دي چې په ترڅ کې یې داعش د کمپ لورته ورمخته شوی دی او تلفات هم ور اوښتي دي.

که چېرته داعش ډله یرموک ونیسي نو دا به دې ته لاره هواره کړي چې د سوریې مرکز دمشق ته نفوذ وکړي.

د ملګروملتو په وینا شاوخوا اتلس زره فلسطینیان د یرموک په کمپ کې د سوریې د ځواکونو په محاصره کې دي او د دې کمپ یوه لورته د سوریې دولتي ځواکونه دي او بل اړخ ته یې یاغیان دي.

د مارچ په لومړیوکې د ملګروملتو مرستندویه ادارې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي وو چې له دوه نیمو میاشتو راهیسې دوی نه دې توانیدلي چې د دې کمپ له استوګنو سره د خوراکې موادو مرستې وکړي.

یرموک په سوریه کې د فلسطینیانو تر ټولو لوی کمپ دی چې شاوخوا شپږلکه پنځوس زره فلسطنیان په کې ژوند کوي.

داعش په وروستیوکې په سوریې کې فعالیت زیات کړی دی او د ملګروملتو د یوه نوي راپورله مخې د سلو هېوادونو ترپنځه ویشت زره ډیرکسان په سوریې، عراق او یو شمېر نورو هېوادو کې له القاعده او داعش سره یوځای شوې دي.

د ملګروملتو د دغه راپورد چمتو کوونکو په وینا اسوشیتد پریس اژانس خبر ورکوي چې د ۲۰۱۴ کال له نیمایي د ۲۰۱۵ کال تر مارچ پورې په نړۍ کې د بهرنیو وسله والو شمېر۷۱ په سلو کې زیات شوی دی.

د عراق او سوریې ترڅنګ د ملګروملتو په راپورکې د افغان امنیتي ځواکونو په وینا ویل شوي دي چې نژدې ۶۵۰۰ بهرني وسله وال په افغانستان کې فعاله دي، په سلګونو بهرنیان په یمن کې جنګیږي.

همدا راز په پاکستان او لیبیا کې په جګړو بوخت دي، نژدې سل تنه هم په صومالیا او یو شمېر هم د افریقا په شمال او فلیپین کې فعاله دي.

XS
SM
MD
LG