فارن پالیسي خپرونه د سیګار یا افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د دفترد رپوټ په استناد لیکي:
په دغه هېواد کې سلګونه میلیون ډالر ورک شوي دي.
خپرونه زیاتوي:
پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت د هغو سلګونو میلیونو ډالرو چې په افغانستان کې د بیارغونې په پروژو لګول شوي حساب نه شي ورکولای.
فارن پالیسي لیکي:
سیګارخپل نوي رپوټ کې دا موندلي چې امریکایي چارواکي د هغو ۷۹۵ میلیونو ډالروڅخه چې د جنګ قوماندانانو د بیړني غبرګون په پروګرام کې له ۲۰۰۲ کاله تر۲۰۱۳ کال پورې په افغانستان کې لګولي یواځې د پنځه اویا په سلوکې حساب ورکولای شي.
فارن پالیسی زیاتوي چې دغه پروګرام چې په ۲۰۰۳ کال کې په عراق کې هم په بیړه تطبیق شومقصد یې دا وو چې د کار د فرصتونو د ایجاد له لارې د خلکو ملاتړ ترلاسه شي څو بې کاره خلک د یاغیانو ترڅنګ ونه دریږي.
د کوچنیو پروژو لکه د نویو ښوونځیو د جوړولو لپاره د جنګ د صحنې قوماندانانو ته پیسې ورکول کېدې.
خپرونه لیکي:
قوماندانانو د پروژو په غوره کولو او لګښتونو کې ډیر اختیارات درلودل.
ګارډین ورځپاڼه هم د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش د دفترد رپوټ په استناد لیکي سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د کوکنارو د کارو بارد مخنیوي لپاره یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ ته ۵۶۹ ملیون ډالر ورکړي خو بیا هم د کوکنارو کرکېله په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې پراخه شوې تردې چې تیر کال بې سارې اندازې ته رسیدلې.
ګارډین په افغانستان کې د مخدرو موادو د مخنیوي لپاره د واشنګټن نیمګړي زیارونه په دغه هېواد کې د امریکا د جګړې له ټولو ښکاره ناکامي ګڼي.
خو ورځپاڼه په طنز او کنایه لیکي چې دغو زیارونو یو څرګند بریالی اړخ درلوده چې هغه د افغانستان خلک نه بلکه هغه کمپنۍ ده چې پخوا بلېک واټر نومیدله.
ورځپاڼه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د رپوټ په استناد لیکي چې دغې خصوصي کمپنۍ چې په وروستیوکلونو کې یې خپل نوم اکاډمي ته واړاوو د امریکایي مالیه ورکونکو ۵۶۹ ملیونه ډالر ترلاسه کړل ترڅوهغه افغان ځواکونه چې د مخدرو موادو د مخنیوي عملیات په مخ بیايي وروزي، مجهزاو اکمال کړي.
خو د ورځپاڼې په لیکنه وروستۍ رسمي څیړنې ښیي چې د کوکنارو د کرلو د مخنیوي لپاره د واشنګټن زیارونه موثر نه وو تر دې چې هغه میلیارډونه نور لګښت چې امریکا د افغانستان د جګړې په نورو برخو کړي د دغه کاروبار په پراختیا کې یې ونډه اخیستې.
ورځپاڼه لیکي چې د ملګروملتونود تیرې دیسمبرمیاشتې رپوټ وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو کروندې په درېیو وروستیو کلونو کې په سلوکې شپیته زیاتې شوي او ۲۰۹۰۰۰ هکتاروته رسیدلي.
ملګروملتونو دا هم وویل چې دغه زیاتوالي ته په پاملرنه داسې ښکاري چې د مخدروموادو او کوکناروعایدات به بیا هم د طالبانو د تمویل یوه مهمه منبع وي.