د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

لویه څارنوالي وايي د فرخندې په قتل کې د تورنو کسانو د دوسیو څیړل یې پیل کړي


په داسې حال کې چې د هیواد دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو او خلکو د فرخندې قاتلینو ته د سزا ورکولو غږونه پورته کړي، لویه څارنوالي وایي دا دوسیه په جدیت سره څیړي.

د لويې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي د سې شنبې په ورځ آزادی راډیو ته وویل چې تر تحقیقاتو وروسته به په دغه قضیه کې د یو شمیر نورو ښکیلو کسانو د نیولو امر هم ورکړ شي:

"کوم موضوعات چې د تحقیق په دوران کې روښانه شي او نور افراد دلته کسب مسوولیت وکړي، لويه څارنوالي به يې ونيسي او له قانون سره سم به څېړنې ورنه وکړي"

دوى وايي دا دوسیه له نورو سره توپیر په دې کې لري چې دا یوه ډیره تراژیدي موضوع ده او تر څنګ یې د څارنوالی د کارونو په اولویت کې قرار لري .

۲۷کلنه فرخنده شاوخوا دوې اوونۍ مخکې په کابل کې د قرآن کریم د يوې نسخې د سوزولو په تور د یو شمیر کسانو له خوا تر شکنجې وروسته ووژل شوه .

د لويې څارنوالی ویاند وايي چې په دغه دوسیه کې د ۱۹ پولیسو په ګډون ۴۶ تورن کسان شامل دي .

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو، دوی له هغو کسانو سره هم قانونی چلند کوي، چې د فرخندې د وژل کیدو ملاتړ یې کړی دی.

د دې وزارت د جنایي تحقیقاتو مشر جنرال ظاهر ظاهر ازادي راډيو ته وویل، چې په دې تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیالې سیمین حسنزاده دوسیه هم لویې څارنوالۍ ته لیږلې ده.

خو میرمن حسن زاده وایي، حیرانه ده چې ولې دیوې جملې په لیکلو سره د دې نوم په دوسیه کې ‌ذکر شوی او لوی څارنوالۍ ته استول شوی دی :

"څنګه څوک په یوې جملې چې نه هغه محرکه وه او نه هم اهانت کوونکې او نه هم له پیښې مخکې لیکل شوې فقط یو د نظر څرګندول او د دیني مقدساتو ددفاع لپاره یو احساسات ول نه پوهیږم ولې او څنګه ددغه یوې جملې د لیکلو لپاره زمان نوم هم په دغه دوسیه کې لیکل شوی"

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالې سیمین حسنزاده د فرخندې تر وژلو لږ وروسته په خپلې فیسبوک پاڼه کې له قاتلینو ملاتړ کړی و.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي، د کابل د امینې قومندانۍ پخواني ویاند حشمت ستانکزي او د وزیر اکبر خان د جومات ملا امام ایاز نیازي هم ورته عکس العمل ښودلی و چې وروسته یې له خلکو بخښنه وغوښته .​

XS
SM
MD
LG