د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

پولیس د پاتې هغو ۱۱ کسانو په لټه کې دي چې د فرخندې په وژنه کې یې لاس درلود


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې هغه پاتې ۱۱ کسان هم تر جدي تعقیب لاندې دي چې د فرخندې په وژلو کې یې لاس درلود.

که څه هم تراوسه د فرخندې په وژلو کې دلاس لرلو په تور ۴۶ کسان نیول شوي او دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته تللي؛ خو د کورنیو چارو وزیر وایي؛ یوولس نور کسان هم د دوی تر څارنې لاندې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د داخلي امنیت په کمیسیون کې وویل چې دوی به له عدلي ارګانونو سره د دې قضیې په څیړنه کې مرسته وکړي:

"موږ د فرخندې دوسیه بشپړه کړې ده؛ د دویمې امنیتي حوزې د ۱۷ منسوبینو او ۲۸ کسانو دوسیه موږ له بشپړېدو وروسته لویې څارنوالۍ ته سپارلې ده؛ لس یولس کسان نور هم زموږ تر تعقیب لاندې دي چې دوی به هم ونیول شي؛ وروسته به معلومه شي چې دوی ترکومه حده په دې قضیه کې لاس لري."

ښاغلي علومي همدارنګه له لویې څارنوالۍ څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د دغو دوسیو په اړه څيړنې وکړي.

تر دې مخکي د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي وو چې د هغوکسانو دوسیه وررسیدلې چې د فرخندې په وژلو تورن دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې د فرخندې په وژلو کې د لاس لرلو په تور ورته شپږ څلویښت کسان معرفي شوي چې نولس یې پولیس او نور یې عام وګړي دي.

په عین حال کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر له عدلي او قضايي اورګانونو وغوښتل چې له حقیقت نه سترګې پټې نه کړي او د فرخندې د وژل کېدو دوسیه په دقت سره وڅيړې:

"له امنیتي او قضایي اورګانونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له حقیقت نه باید سترګې پټې نه کړي او په دې قضیې کې چې هر څوک لاس لري ښکاره کړي."

خو تر دې مخکې لویې څارنوالۍ ویلي چې دغه دوسیه به د یوې میاشتې په موده کې وڅیړل شي او نتیجه به یې معلومه شي.

د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمیسیون ته د حج او اوقافو وزیر هم غوښتل شوی و.

نوموړي وویل چې د دوی څيړنې ښيې چې فرخنده بې ګناه وه.

فرخنده شااوخوا لس ورځې وړاندې د کابل د شاه دوشمشېره زیات مخې ته د قران کریم د سوځولو په تور د قهر جنو کسانو له خوا ووژل شوه .

یو شمېر افغان څيړونکي وایي؛ که چیرې د فرخندې قضیه په عدالانه ډول تعقیب نه شي؛ نو دا ډول پیښې به په هېواد کې ډيرې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG