د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

عبدالله طالبانو ته د ځینو ولایتونو سپارلو ژمنې تشې اوازې وبللې


د افغان حکومت اجراییه رییس وايي چې له طالبانو سره د خبرو په هڅو کې مهم ګامونه اخیستل شوي دي خو دا خبرې تشې آوازې دي چې وايي، طالبانو ته د ځینو ولایتونو د ادارې سپارلو ژمنه شوې.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې ځانګړي معیارونه شته چې که په پام کې ونه نیول شي؛ د ده په وینا په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.

ښاغلي عبدالله چې د امریکا په سفر کې له ولسمشر غني سره ملګری دی؛ خبریالانو ته وویل، له هرڅه مخکې مهمه دا ده چې طالبان جګړه بنده کړي؛ له القاعده سره اړیکي پرې کړي؛ د هېواد اساسي قانون ومني او خپل هدف ته د رسېدو لپاره سیاسي مبارزه وکړي.

اجراییه رییس دې پوښتنې ته چې آیا افغان حکومت چمتو دی چې د سولې د خبرو په بدل کې د هېواد څو ولایتونه طالبانو ته وسپاري؛ په ځواب کې وویل، دا تشې آوازې دي:

"کله چې د کابینې اعلان وځنډېد؛ آوازې خپرې شوې چې موږ څو مهمې څوکۍ د طالبانو لپاره تشې ساتلې دي. دا یوازې آوازې وې. د سولې په برخه کې مهم ګامونه اخیستل شوي؛ خو دا بهیر تراوسه پیل شوی نه دی."

ښاغلي عبدالله د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان به له ښځو سره په یوه کابینه کې ګډون ته زړه ښه کړي کنه؛ وویل چې دا کار باید وکړي؛ په افغانستان کې د تېرو څو کلونو لاس ته راوړنې ومني او د هېواد اساسي قانون ته درناوی وکړي.

عبدالله زیاته کړه چې ښځې به د سولې په روانو هڅو کې هم پراخه ونډه ولري. اجراییه رییس د دې انتقادونو په ځواب کې چې وايي؛ د ملي وحدت په حکومت کې د ښځو ونډه پیکه ده وویل؛ ښځې هم په نوې کابینه کې ونډه لري او هم د حکومت په نورو مقامونو کې د هغو ونډه له پامه نه ده غورځول شوې.

عبدالله په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د فعالیت په اړه وویل چې د دې ډلې ګواښ باید جدي وګڼل شي.

"داعش هغه پدیده ده چې نشو کولای له پامه یې وغورځوو؛ په تېره په اوسنیو شرایطو کې. دا چې داعش به د افغانستان په وروستیو پېښو کې لاس ولري کنه ثابته شوې نه ده؛ خو بیا یې هم باید له پامه ونه غورځوو."

د حکومت اجراییه رییس همداراز وویل؛ ګڼ شمېر تروریستي ډلو چې بشري او مالي سرچینې هم لري افغانستان ته مخه کړې ده. عبدالله عبدالله زیاته کړه چې د حکومت په امنیتي غونډو کې د دې ګواښونو پر بېلابېلو اړخونو بحثونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG