د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د عربستان په مشرۍ په یمن کې پوځي عملیات پیل شول


عربستان وایي چې سل جنګي الوتکې یې پر یمن د بمباري لپاره چمتو کړي دي او نن سهار یې بمباري پیل کړه.

له عربستان سره د حوثي یاغیانو پرضد په دې علمیاتو کې یو شمېرنورعربي هېوادونه مرسته کوي او ایران پر دې عملیاتو سخت اعتراض کړی دی.

ایران وویل چې دا یو خطرناکه ګام دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې له دې سره به د یمن وضعیت نور هم پیچلی شي او هلته به د سولې له لارې د یمن د ستونزو د هوارې فرصت په دې ډول له لاسه ورکړو.

د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین تیره ورځ د مصرپه شرم الشیخ کې خبرداری ورکړ او ویې ویل، که چیرته خپل سره وسله وال اوس له یمنه ونه شړل شي هلته به ایران د عربستان ترڅنګ پر یوې پراخې خاورې واکمن وي چې هغه مهال به بیا د دې کسانو لیرې کول اسانه نه وي.

سعودي چارواکو او رسنیو بیا نن سهار خبر ورکړچې عربستان او د هغه متحدانو د حوثيانو پرضد هوایي عملیات د دې لپاره پیل کړې دي چې د یمن له قانوني حکومته د عبد ربه منصور هادي په مشرۍ دفاع وکړي.

په امریکا کې د عربستان سفیرعادل الجبیر په واشنګتن کې خبرې کنفرانس ته وویل:

«دا پریکړه برسیرنه نه ده. پردې پریکړې ژور فکر شوی دی، موږ له نژدې په ډير جدیت له خپلو متحدانو او ملاتړیو سره په نړۍ کې خبرې کړې دي په ځانګړي توګه له امریکا سره.»

سعودي رسنیو وویل چې عربستان سل جټ جنګي الوتکې، سمندري ځواکونه او یو نیم لک پوځیان ګمارلي دي.

اردن او مصر هم د سعودي په مشرۍ په یمن کې د عملیاتو د ملاتړ اعلان وکړ، همدارزا متحد عربي اماراتو، کویت، قطر او بحرین د دې ملاتړ کړی دی.

په واشنګټن کې د عربستان سفیر وویل:

«څه چې زه تاسو ته ویلی شم هغه دا دي چې موږ له یو شمیر هیوادو هوایي ملاتړ ترلاسه کوو او موږ پوځی ملاتړ هم لرو چې د عربستان په لور روان دی څو په دې علمیاتو کې برخه واخلي.»

پاکستان ویلي دي چې د عربستان غوښتنې ته انتظار کوي، که چیرته مرسته ترې وغواړي په دې عملیاتو کې به برخه واخلي.

حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي په وروستیو میاشتو کې په یمن کې یو شمیر سیمې لاندې کړې او مرکز صنعا یې هم نیولی دی.

XS
SM
MD
LG