د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

یمن له عربي هېوادو د پوځي مداخلې غوښتنه کړې


ټاکل شوې ده چې نن د عربي ټولنې د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې د یمن پر وضعیت خبرې وشي.

دا خبرې په داسې وخت کې کیږي چې راپورونه وايي چې شیعه یاغیانو د یمن د عدن ښارهوایي ډګر نیولی دی.

تردې مخکې پرون د یمن ولسمشرعبد ربه منصور هادي په دغه بندري ښارکې له خپله قصر وتښتیده او یوه نامعلوم ځای ته ولاړ.

هادي تیره میاشت له مرکزصنعا څخه عدن ته پناه وړې وه. صنعا حوثي یاغیانو نیولی دی.

له حوثي یاغیانو سره یو شمېرپوځیان یوځای شوې دي او دوی تیره ورځ له عدنه شپیته کیلومتره لرې یو هوایي ډګر ونیو.

د یمن د بهرنیوچارو وزیر ریاض یاسین تیره ورځ رویټرز اژانس ته د مصرپه شرم الشیخ کې د خبرو پر مهال د یمن د وضعیت په اړه وویل:

″دوی هڅه کوي چې پر ولسمشر برید وکړي. نن دوی هڅه وکړه چې پر ولسمشر په الوتکه ډزې وکړي.

دوی همداراز هڅه کړې ده چې د عدن ښار شاوخوا یو شمیر موسساتو ته ورننوځي. الحمد لله، تر اوسه عدن خوندي دی او ولسمشر لا هم په عدن کې دی او هغه تر وسه وسه هڅه کوي چې پکې پاتې شي.″

په ورته وخت کې حوثي یاغیان چې دولتي تلویزیون یې په لاس کې دی، اعلان کوي، چې د هادي د نیولو لپاره به نژدې یو لک ډالر جایزه ورکړي.

حوثي چارواکي وایي چې د دوی وسله والو د یمن دفاع وزیر د هیواد په جنوب کې نیولی دی.

د سې شنبې په ورځ د یمن ولسمشرعبدربه منصور هادي د ملګروملتو له امنیت شورا وغوښتل چې د یمن د ساتنې لپاره اجازه ورکړي چې بهرني پوځي مداخله وکړي.

د یمن د بهرنیو چارو وزیربیا تیره ورځ وویل چې د عربي ټولنې له مشرنبیل العرابي سره یې خبرې کړې دي او له هغه یې غوښتي دي چې د خلیج د همکارۍ د شورا له غړیو هېوادو او نورو عربي هېوادو وغواړي چې په مستقیم ډول په یمن کې پوځي مداخله وکړي.

د یمن د بهرنیو چارو وزیر بیا څرګنده کړه، که چیرته خپل سره وسله وال اوس له یمن څخه ونه شړل شي بیا به هلته ایران د عربستان تر څنګ پر یوې پراخې خاورې واکمن وي چې هغه مهال به بیا د دې کسانو لرې کول اسانه نه وي.

XS
SM
MD
LG