د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

د ولایتي شوراګانو د ریيسانو او منشیانو د ظرفیتونو لوړولولپاره روزنیز پروګرام پیل شو


د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د هېواد د ولایتي شوراګانو د ریيسانو او منشیانو د ظرفیتونو لوړولو لپاره روزنیز پروګرام پیل کړ.

په دې روزنیز پروګرام کې د ۱۲ ولایتونو د ولایتي شورا غړو ګډون کړی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولینو وویل، په دې پروګرام کې به د ولایتي شوراګانود ريیسانو صلاحیتونه، دندې او قوانین تشریح شي.

د ولایتي شوراګانو ريیسانو دا پروګرام ګټور وباله.

په داسې حال کې چې پخوا تردې ویل کېدل چې د ولایتې شوراګانو د ځینوغړو ظرفیتونه کم او د خپلو قانوني صلاحیتونو په اړه کافي معلومات نه لري، خو حکومت اوس د دې ستونزې هواري ته هڅې پيل کړې.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د سې شنبې ورځ په کابل کې د دې نیمګړتیا د پوره کولو لپاره، دوه ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ.

د دې ادارې مسوولینو وویل، په دې پروګرام کې به د دولسو ولایتونو د ولایتي شوراګانو ريیسانو او منشیانو ته د سیمه ییزو ارګانونو د قانون، د دوې د صلاحیتونو او فعالیتونو په هکله کافي معلومات ورکړل شي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال فرید مامون زی وویل:

″اساسي هدف ښه استازیتوب دی چې د ولایتي شوراګانو رییسان یې په خپلو سیمو کې ترسره کړي، دوې ته به دې پروګرام قوانین، صلاحیتونه او دندې تشریح شي، د دوې نظریات، ستونزې او پیشنهادونه به هم واخیستل شي، هیله ده دوې په دې پروګرام کې داسې شیان زده کړي چې پلي کول یې په ولایتونو د ښې حکومتولۍ، امنیت او د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې ګټور ثابت شي.″

ښاغلي مامون زي وویل، په دې پروګرام کې د هېواد د دولسو ولایتونو: ننګرهار، بلخ، کندز، بغلان، پکتیا، جوزجان، کونړ، نورستان، لغمان، بدخشان، پکتیکا او تخار د ولایتي شوراګانو ريیسان او منشیان برخه لري.

ده دا هم وویل، پخوا تر دې د دولسو ولایتونو، د ولایتي شوراګانو ريیسانو او منیشیانو دا پروګرام پاې ته رسولی او د پاتې لسو ولایتي شوراګانو رییسانو او منشیانو ته به هم ورته پروګرام، په نږدې ورځو کې تنظیم شي.

د دې روزنیز پروګرام ګډونوالو د سیمه ییزو ارګانونو دا هڅې ګټورې وبللې خو هیله یې وکړه چې سیمه ییز چارواکې دې، د دوې له مشورو ډډه نه کوي او د سیمې انکشافي پروژې دې له دوې پټې ونه ساتي.د پکتیا د ولایتي شورا منشي محمد الرحمن قادري ازادي رادیوته وویل:

″ځیني ولایتي چارواکو پروژې، بودجه او پلانونه له دوې سره نه شریکوي، که چېرې د سیمه ییزو ارګانونو اداره دا ستونزه له منځه یوسي، د ولایتي شوراګانو رییسان او غړي به وکړای شي چې پروژې په ضروري ځایونو ته په پام کې ونیسي او څارنه یې هم وکړي.″

تیرکال د ولایتي شوراګانو د قانون د تصویبولو پرمهال ولسي جرګې د ولایتي شوراګانو څخه د څارصلاحیت واخیست خو د ولایتي شوراګانو د مسلسلو مظاهرو وروسته جمهور ريیس د یوه فرمان په صادرولو سره، دا صلاحیت بیرته د ولایتي شوراګانو ریيسانو ته ورکړ.

کارپوهان ولایتي شوراګانوته د څار د صلاحیت د ورکولوپه هکله مختلف نظریات لري.

ځیني وايي، د سیمه ییزو چارواکو په چارو کې به د ولایتي شوراګانو د ريیسانو مداخلې زیاتې شي او ځیني وایي، دا صلاحیت به په ولایتونو کې د اداري فساد مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG