د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

علماء‎ وايي له واټونو او زیارتونو دې تعویذګر لیرې شي


د کابل د علماوو شورا مشراو د ولایتي شورا یو شمېرغړو له حکومته وغوښتل چې د ښار له واټونو او زیارتونو نه دې سوداګرتعویذ لیکونکې لیرې کړي.

دا غوښتنه وروسته له هغې کېږي چې قهریدلو کسانو تیره پنجشنبې د شاه دوشمشیره جومات مخې ته یوه ښځه په وهلو ډبولو مړه کړه او وروسته وویل شول، چې دا کسان تعویذ لیکونکو راپارولي وو.

د افغانستان د حج اوقافو وزارت مسوولین وايي، پرداسې یو طرزالعمل یې کار پیل کړی چې په پلي کېدو سره به یې په زیارتونو او یا هم نورو ځایونو کې د خرافاتي او تجارتي تعویذګرانو مخه ونیول شي.

په کابل ښارکې د فرخندې د وژلو د پيښې په اړه د غبرګونونوپه دوام د کابل د عالمانو او ولایتي شوراګانو غړو له افغان حکومته وغوښتل چې د ورته پيښو د تکرارد مخنیوي په هدف دې په ښارونو کې د تجارتي تعویذګرو مخه ونیسي.

یادوعلماؤ د یوشمېرکسانو له خوا په بې رحمانه ډول د فرخندې وژل هم وغندل او زیاته یې کړه چې اسلام هیڅ چاته دا حق نه ورکوي چې خپل سري محکمه جوړه او د سرک پرسر پرچا حد پلي کړي.

د کابل د علماؤ شورا مشرمولوي عبدالبصیرحقاني د سې شنبې په ورځ د کابل په عیدګاه جومات کې رسنیو ته وویل چې د فرخندې د وژلو اصلي موضوع په شاه دوشمشیره زیارت کې د ناستو تعویذګرانو سره تړلې ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د کابل علماؤ او ولایتي شورا به سر له همدې ورځې په ښار کې د جادوګرانو، فال بینانو او د تجارتي تعویذګرو د لیرې کولو په هدف عملي کمپاین پیل کړي:

″هغه کسان چې د ملا په نامه تعویذګران او جادوګران دي او سرکونو پرسرناست دي موږ د علماؤو او ولایتي شورا دواړه ارګانونه د یادو کسانو د مخنیوي په برخه کې سره همکاره یو موږ سره له نن ورځې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو جاده پرجاده ګرځو او هغه کسان چې دې خرافاتو ته لمن وهي نیسو يي.″

د کابل د علماؤ شورا پرداسې مهال په ښارونو کې د تعویذګرانو د فعالیت د مخنیوي غوښتنه کوي چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د شاه دوشمشیره په زیارت کې د فرخندې په نوم یوه میرمن په وهلو ډبلو مړه کړه.

هغه مهال وویل شول چې فرخندې د قران شریف یوې نسخې ته اوراچولی، خو وروسته د کورنیوچارو وزیر وویل چې د څیړنوله مخې فرخنده کاملآ بې ګناه وه.

د پيښې شاهدان وایي، فرخندې تعویذونه سوځولي او تعویذ لیکونکو دا تور پرې پورې کړ.

په ورته وخت کې د کابل د ولایتي شورا غړي مولوي عطاالله فیضاني له ټولو افغانانو وغوښتل چې د ورته پيښو پر مهال له څیړنو پرته احساساتي عمل ترسره نه کړي.

د افغانستان د حج اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد ازادي راډیو ته وویل چې پر داسې یو طرزالعمل یې کار پیل کړی چې په پلي کېدو سره به د تجارتي او خرافاتي تعویذګرانو مخه ونیول شي:

″موږ یو پلاوی ټاکلی دی او په جدي ډول په دې موضوع کارکوو زموږ پلان دا دی چې یو طرزالعمل جوړشي د مذهبي کارکوونکو او زیارتونو په هکله باید څه ډول تصمیم ونیسو او دوهم هغه کسان چې تعویذونه لیکي په دې هکله هم یو طرزالعمل تر کارلاندې دی چې تعویذ لیکونکي باید د حج او اوقاف وزارت څخه د کارجواز واخلي څو کارونه یې د اسلامي نصوصو او عقایدو پرخلاف نه وي.″

د کابل د امنیي قومندانۍ د جنايي تحقیقاتو ریس جنرال فرید افضلي بیا وویل، که چېرې په دې اړه رسمي مکتوب ورشي، دوی به په جدي ډول لاس په کار شي.

دیني علما وایي، په کابل کې اکثره تعویذ لیکوونکي کافي دیني زده کړې نه لري او د چل او فریب له لارې له خلکو پیسې اخلي.

XS
SM
MD
LG