د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

په افغانستان کې د واک سوله ییز انتقال


د تېر ۱۳۹۳ لمریز کال په دویمه نیمايي کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې سیاسي واک له یوه ولسمشره بل منتخب ولسمشر ته انتقال شو.

په تېر کال کې د سیاست، امنیت، اقتصاد، ټولنې، ورزش او نورو پاتې مسایلو تر څنګ د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې په اوومه افغانستان له یوه منتخب جمهور رییس نه بل منتخب ولسمشر ته په ډیموکراټیکه توګه د واک د انتقال شاهد و.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د جمهوري ریاست په ارګ ماڼۍ کې د واک د اخیستو پر مهال له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه ستاینه وکړه.

ښاغلي غني وویل چې حامدکرزي په افغانستان کې د واک د سوله ییز انتقال او ولسواکۍ بنسټ کیښود:

"موږ د افغانستان خلکو هغه ازموینې چې په مخ کې مو پرتې وې په کامیابۍ تېرې کړې. د افغان ملت په بې سارې قربانۍ او ملاتړ او د حامد کرزي د ښې رهبرۍ له امله په سوله ییزه توګه د واک د انتقال بنسټ کیښودل شو. ټولو ته مبارکي وایم."

که څه هم د ۱۳۹۳ لمریز کال په لومړیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې ځینې هیوادونه په افغانستان کې د واک د سوله ییز انتقال مخه نیسي؛ خو له دې سره سره سیاسي واک په سوله ییزه توګه انتقال شو.

د ملي وحدت د حکومت په رامنځته کیدو سره د ډيرو هیوادونو مشرانو په افغانستان کې د واک د سوله ییز انتقال مبارکي ورکړه.

ډير خلک په دې باور دي چې د واک سوله ییز انتقال په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د بهیر د پیاوړې کیدو لامل شوی دی.

خو یو شمیر نور وايي، لکه څنګه لازمه وه سیاسي واک هغسې انتقال نه شو.

د افغان حکومت د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل آزادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"که چیرته قدرت په ښه توګه په هغه توګه چې باید شوی وای؛ انتقال شوی وای. دا به د وخت د حکومت لپاره او په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د پیاوړي کېدو لپاره یو ښه زیری و. له بده مرغه چې موږ د قدرت په انتقال کې له ستونزو سره مخامخ و. خو په هر صورت اوسنی حکومت چې جوړ شوی دی؛ د افغانستان ټول خلک په کې ګډون لري. دغه حکومت په خپلو لومړیو شپږو میاشتو کې کوم کارونه چې کړي دي؛ هغه د توجه وړ دي."

د اجرایي ریاست مرستیال ویاند همداراز وویل چې د واک تر سیاسي انتقال وروسته د افغانستان د بهرني سیاست د روښانه کېدو او له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو په برخه کې اغیزمن کارونه شوي دي.

یو شمیر کارپوهان وايي چې په تېرو سلو کلونو کې د افغان هیواد اکثر واکمنان یا وژل شوي او یا هم د کودتاو او تاوتریخوالي له لارې واک ته رسیدلي؛ خو دا لومړی وار و چې واک په سوله ییزه توګه انتقال شو.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی وايي؛ دا لومړی ځل و چې د افغانستان په تاریخ کې واک یو ولسمشر بل ته په په سوله ییز توګه پرییښود:

"شاید د افغانستان په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره و چې موږ د واک سیاسي انتقال په سوله ییزه توګه وازمایه. افغانان اوس پوهیږي چې سوله، سوکالي او یو ښه هیواد زموږ غوښتنې دي او باید په ګډه کار وکړو.

انشاءالله موږ د ښه والي په لور ځو. له ګاونډيو او ټولو هېوادونو سره مو چې اړیکې پخوا ستونزمنې شوې وې ښې شوي دي."

له دې مسالې څوک نه شي تیریدلای چې له حامدکرزي څخه محمداشرف غني ته د واک د انتقال پروسه له ستونزو ډکه نه وه.

د میلیونونو تقلبي رایو ادعا، د واک د ویش پر سر جنجالي خبرې او د رایو د دقیقې نتیجې د اعلان او یا نه اعلان په سر پریکړې د واک انتقال په میاشتو وځنډاوه.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د واک انتقال هیڅکله دومره آسانه کار نه و.

له دې سره سره د کابل ځینې اوسیدونکي وايي چې په انتخاباتو کې د ستونزو له امله په افغانستان کې د واک د سیاسي انتقال څخه خوښ نه دي:

"۱- والله ورور جانه انتقال د قدرت خو که رښتیا خبره وي؛ دا ټوله زورګیري وه. اصلاً د افغانستان د خلکو رایو ته هیڅ چا نه ده کتلې. هغه کومه رایه چې چا چاته ورکړې وه هغه په اوبو باندې لاهو شوه. دغه انتقال د قدرت ټول په زورګیري او پټکو او مظاهرو وشوه چې پلانکی کوو بستانکی کوو. دا افغانانو ته قطعاً د منلو نه ده.

۲- د قدرت انتقال له یوه رییس جمهور نه بل رییس جمهور ته ډېر جنجالي و. ځکه چې څلور پنځه میاشتې یې ونیولې. دا انتقال قدرت یو صحیح انتقال قدرت نه و. څه چې د خارجیانو خوښه وه هماغه یې په افغانانو تحمیل کړ. نو دا یوه کامیابه پروسه نه وه."

په عین حال کې یو شمیر افغان کارپوهان د تېر ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې په اوومه د سیاسي واک د انتقال مساله د افغانستان په اساسي قانون باندې یوه کودتاه بولي.

که څه هم د سیاسي چارو شننونکی او پخوانی افغان ډیپلوماټ اکبر اوریا په افغانستان کې د سیاسي واک انتقال د دغه هیواد په تاریخ کې یوه ترخه تجربه بولي؛ خو وايي چې له یوه انساني ناورین نه یې مخه ونیوله:

"په افغانستان کې ډېره هیله وه چې د واک انتقال په سوله ییزه توګه ترسره شي. متاسفانه د ناتوان دولت د موجودیت په اساس دا هیله ترسره نه شوه. افغانستان مجبور شو چې یو ناقانونه عمل ته غاړه کیږدي. که څه هم دغه کار له یوې لوی ناورین څخه مخه ونیوله؛ خو د قانون د تطبیق په برخه کې تېروتنه وشوه."

د افغانستان ځینې مورخین وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې دا یوولسم وار و چې سیاسي واک انتقال شو.

له ۱۳۵۲ لمریز کال نه تر ۱۳۷۵ لمریز کال پورې واک اکثراً د خونړیو جګړو او کودتاو په بدل کې له یوه نه بل ته رسیده.

د همدغو تاریخ پوهانو په باور یواځې په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د بُن د نړیوال کنفرانس له مخې برهان الدین رباني خپله څوکۍ حامد کرزي ته پرېښوده.

یو شمیر څیړونکي وايي، په تېر کال کې د واک سوله ییز انتقال ته په پام سره په افغانستان کې د سیاسي ثبات د رامنځته کېدو او له تاوتریخجنو لارو د واک د انتقال د ختمیدو لپاره هیلې زیاتې شوي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG