د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

۱۳۹۳ کال د سپورټ په ډګر کې د افغانانو لپاره یو یادګار کال و


۱۳۹۳هـ.شمسي کال د ښو او بدو خاطراتو پېښو، ستونزو او ځینو لاسته راوړنو سره پای ته ورسید.

په دې کال کې د امنیتي او سیاسي واک لیږد شاید ډیر کارونه اغیزمن کړي وي؛ خو سپورت هغه برخه ده چې ګمان کیږي په افغانستان کې په ۱۳۹۳ه کال کې اوج ته ورسید.

داسې ویل کیږي چې په ۱۳۹۳هـ.ش کال کې افغانستان له ډيرو لوړو او ژورو سره مخ وه؛ خو کرکټ، فوټبال، تکوانډو او ځینې نورو المپیکي او غیر المپیکي سیالیو له ټولو ستونزو سره دا کال د افغانانو لپاره یادګاري کړ.

اسیایي المپیکي سیالۍ په همدې کال کې وشوې چې د نجونو پهـ.شمول ۱۱۰ افغان لوبغاړو په کې برخه اخستې وه او د ټکوانډو لوبغاړو د مډال ګټلو ویاړ تر لاسه کړ.

د فټبال دولس کلنو او کرکټ شپاړلس کلنو ځوانانو د اسیايي سیالیو اتلولی خپلې کړې او د کرکټ ملي ټیم بیا د بشپړ غړیتوب لرونکي دوه ټیمونه بنګله دیش او زیمبابوې له ماتو سره مخ کړه.

له دې سره د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ایرلنډ ته په دوه او سکاټلنډ ته په درېیو سیالیو کې ماتې ورکړې او د نړیوال جام او اسیایي کپ په مهمو سیالیو کې یې ګډون وکړ.

د سپورتي ادارو چارواکي په دې باور دي چې که ووایي؛ په ۱۳۹۳هـ. ش کال کې ډير هغه خوبونه رښتیا شوي چې هر افغان لوبغاړي او د ورزش مینه والو یې رښتیا کیدو ته دعواوې کولې مبالغه به نه وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ نوی مشر نسیم الله دانش وايي؛ د کرکټ افغان ملي لوبډله په ۱۳۹۳ کال کې هم له خپلو لاسته راوړنو پهـ.شا نشوه بلکې لا ښه وځلېده.

"په افغانستان کې د کرکټ لوبه همداسې غوړیدلي پاتې شوه؛ ملي الف او د کم عمره ځوانانو ټیمونو لپاره د لاسته راوړنو ډک کال و؛ موږ په نړیوال جام کې د نړیوالو هیلې پورې کړې او پیاوړو لوبډلو ته مو سخت وخت ورکړ؛ په دې کال کې خپله د ټيمونو لاسته راوړنې ډیرې وې؛ خو په اداري کچه ستونزې هم ډيرې وې."

نوموړی وايي، له دې ټولو سره په دې کال کې د ستونزو ګراف هم لوړ دی؛ د کرکټ بورډ ډيرې پیسې بې ځایه مصرف شوي او د لوبغالو او اکاډمیو جوړولو لپاره هم لازم کارونه نه دي شي.

له دې سره په دې کال کې د نجونو کرکټ ټیم د بیا جوړولو لپاره کومې هڅې ونه شوې؛ بلکې په ۱۳۹۲ کې چې دا ټیم له منځه ولاړ هماغسې ټیت پرک پاتې شو.

د نجونو د کرکټ ټیم پخوانۍ مسوولې دیانا بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل؛ د نجونو د کرکټ ټیم نه جوړېدو دوی مایوسه کړي؛ خو ډیرې لوبغاړي لا هم پهـ.شخصي مصارفو په هندوستان کې خپلو تمریناتو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د کرکټ ملي او نولس کلنو لوبډلو په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د پنځوس اورویزو په نړیوال جامونو کې لوبې وکړې چې په ټوله کې نولس کلنو ځوانانو اوم او ملي لوبډلې بیا په خپل ګروپ کې شپږم مقام خپل کړ.

له دې ور هاخوا د همدې کال په وروستیو کې چې په نړیوال جام کې افغان لوبډلې ډیرې لوبې وبایللې په نړیواله درجه باندی کې د افغانستان ملي ټیم له نهم څخه دولسم ته راښکتهـ.شو.

خو له دې ټولو سره د افغانستان د سپورت په برخه کې کرکټ په دې کال کې ځلیدلی پاتې شو؛ خلک یې له کرکټ سره اشنا کړل؛ د کرکټ مینه وال په هېواد کې زیات شول او سندرغاړو یې د هڅونې لپاره سندرې وویلې.

په ۱۳۹۳ کال کې د کرکټ کورنی ټورنامنټ؛ شپږیزې سیالۍ نسبتاً په ښه کیفیت تر سرهـ.شوې او د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې له پاکستانه دوستانه سیالي داسې مهال وګټله چې د دواړو هیوادونو مشران یې نندارې ته ناست وو.

خو په هیواد کې یواځې کرکټ نه و چې ستونزې دې ولري یا دې له بلې لوبډلې ډیرې لاسته راوړنې.

فټبال، ټکوانډ، موی تای، کورش، سنوکر او بایسکل ځغلول هم په دې کال کې تر ډيره افغانان خوشحال وساتل او ورته یې د مصروفیت او سرګرمی جوړې کړې.

د فټبال د غوره لیګ سیالیو دریم پړاو په ۱۳۹۳ کال کې تر سرهـ.شو چې د دې دور اتل شاهین اسمایي ټیم شو؛ کوم چې د مرکز کابل استازیتوب کوي.

په نړېواله درجه بندی کې د فټبال افغان لوبډله له ۱۴۷ درجې ۱۳۷ درجې ته لوړهـ.شوه او په همدې کال کې یې د فیفا یا د فټبال د نړیوالې شورا ډیره پاملرنه جلب کړه.

د افغانستان د فټبال فدراسیون ویاند علي کاظمي ازادي راډيو ته وویل؛ په دې کال کې د دوی ستونزې کمې وې او د فټبال ودې ته د دولت پاملرنه ډیره وه:

"خوشبختانه د تېرو وختونو په نسبت په ۹۳ کې زموږ ستونزې کمې وې او په دې کال کې افغان دولت هم فټبال ته خاصه پاملرنه وکړه او وتوانېدو چې د دولت پاملرنه جذب او دوی د افغانستان فټبال سره ډيرې مرستې وکړي."

نوموړی وايي، د دولس کلنو فټبال ټیم په همدې کال کې د اسیايي سیالیو اتل شو چې په ایران کې ترسرهـ.شوې وې.

په ۱۳۹۳ هـ.ش کال کې د افغانستان د نجونو فټبال ټیم د جنوبي اسیا هیوادونو په سیالیو کې ګډون وکړ چې لاسته راوړنې یې نه درولدې او د فټبال ملي ټیم هم خپله یواځینې لوبه پاکستان ته وبایلله.

په همدې ډول د واليبال فدراسیون چارواکي د لاسته راوړنو له کبله ۱۳۹۳ هـ.ش کال له ارزښته ډک بولي او وايي په نړیواله درجه بندي کې له بل هر وخته ډير مخکې شوي او په نړیوال رینکنګ یا درجه بندي کې افغانستان اوس په ۷۹ درجه کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې په څه باندې دوه سوه هېوادونو کې د واليبال سیالۍ کېږي او افغان لوبډلې پخوا ۱۳۱ام مقام درلود.

د بایسکل ځغلولو سیالۍ هم په ۱۳۹۳ کال کې د خلکو ډیره پاملرنه جلب کړي وه.

د بایسکل ځغلولو په دې کال کې اته مډالونه هیواد ته راوړي او د نجونو او هلکانو بیلابیل ټیمونه په دې کال کې قزاقستان، پاکستان، هندوستان، متحده عربي اماراتو او د کوریا المپیکي سیالیو کې ګډون وکړ.

په دې برسیره د کال په وروستیو ورځو کې له کابله څخه د سایکل ځغلولو یو پنځه دیرش کسیزه ټیم د بلخ په لوري ولاړ چې د ګل سرخ تاریخي ملي لپاره یې تر ټولو اوږده فاصله طی کړه.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي؛ بل فدراسیون چې په تیر کال کې یې تر ډیره د دوی هیلې پوره کړې د ټکوانډو فدراسیون دی چې ډيرې لاسته راوړنې هم لري.

د ټکوانډو فدراسیون مرستیال ارین خیبر ازادي راډيو ته وویل؛ افغان تکواندو کارانو په ۱۳۹۳ کال کې شل مډالونه ګټلي او د تاجکستان، متحده عربي اماراتو، جي اته او اسیايي المپیک سیالیو په شان مهمو نړیوالو سیالیو کې یې لاسته راوړنو ډک حضور درلود:

"له ټولو ستونزو سره سره چې د المپیک د ملي کمیټې او د بدني روزنې ریاستونو ترمنځ وې؛ موږ وتوانیدو چې په دې کال کې هم د هېواد نوم لوړولو لپاره کار وکړو؛ په درېیو مهمو سیالیو او اسیایي المپیکي سیالیو کې مو ګډون وکړ چې تر شلو مډالونه مو وګټل او په نړیوالو میدانونو کې مو پوره پوره برخه واخسته."

دا په داسې حال کې ده چې په همدې کال کې د ټکوانډو د یو شمیر لوبغاړو د تښتېدو راپورونه هم خپاره شول چې په خپلو ادارو یې د بې غوری تورونه لګول
د ټکوانډو افغان اتل روح الله نیکپا چې په نړیوالو المپیکو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره دوه مډالونه ګټلي؛ یو له همدې کسانو څخه دی چې په ۱۳۹۳ کال کې له افغانستانه تللی دی.

د ټکوانډو فدراسیون چارواکي وايي؛ له دې فدراسیونه تللي لوبغاړي شخصي ستونزې لري او فدراسیون له هیچا سره ستونزې نه لري.

له دې سره ټکوانډو کارانو په همدې کال کې تر ټولو ډیر اعتراضونه وکړل او تر اونیو یې د کابل په زرنګار پارک کې اعتراضیه خیمې ودرولې.

د افغانستان د سپورت په برخه کې بل لوی بدلون چې د المپیک ملي کمیټه د بدني روزنې له ریاسته جلا شوه؛ هم په ۱۳۹۳ هـ.ش کال کې وه.

د المپیک د ملي کمیټې سکرتر جنرال محمد یونس پولزی دا کار لاسته راوړنه ګڼي او ازادي راډيو ته یې د ۱۳۹۳ کال د نورو لاسته راوړنو په اړه وویل:

"موږ تر ډیره دا کال اسیايي المپیکي سیالیو ساحلي سیالیو ته په امادګي تیر کړ او خوشبختانه د ټکوانډو په شان برخو کې مو لاسته راوړنې هم درلودې په دې کال کې موږ له بدني روزنې جدا شوو چې په راتلوکي کې غوره اغیز لرلای شي.

د بدني روزنې له ریاسته د المپیک د ملي کمیټي بیلیدل په افغانستان کې اسان کار نه و؛ بلکې تر ډيره دا کار د دواړو ادارو تر منځ د اختلاف سبب شو.

تر دې چې د لوبغاړو اعتراضونه تر جمهوري ریاسته ورسیدل او جمهور رییس اشرف غني د یوه فرمان له مخې د بدني روزنې رییس کرام الدین کرام له دندې ګوښه او په ځای یې جان عالم حسیني سرپرست مقرر کړ.

دا کار یواځې په بدلون تمام نه شو بلکې جمهور رییس یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د ۱۳۸۱ کال را په دېخوا د بدني روزنې د ریاست ټولې دوسیې وڅیړي چې ترې د پراخ فساد شکایتونه کیږي.

د بدني روزنې ریاست سرپرست جان عالم حسیني ازادي راډيو ته وویل؛ په ۱۳۹۳ کال کې تر ډيره ورزش سیاسي شوی و او له همدې امله په دې ریاست کې له لاسته راوړنو ستونزې ډيرې وېة

"موږ په دې کال کې لانجو ډير زیانمن کړو؛ خو ولې اوس کوشش کو چې اول خو دا ستونزې له منځه یوسو زه هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې ډير ژر به دا ستونزې ختمې او لوبغاړي به پخلا شي."

د افغانستان د بدني روزنې له ریاست سره ۵۲ فډراسیونونه کار کوي او دا ریاست وايي چې په ۱۳۹۳ کال کې بیلابیلو لوبغاړو ۱۰۳ مډالونه هېواد ته راوړي دي.

د سپورټ د برخې افغان کارپوهان وايي؛ افغان لوبغاړو په بیلا بیلو برخو کې وړتیاوې ښودلې او اوس په کار ده چې حکومت د لوبو ودې ته زمینې زیاتې کړي.

زموږ قهرمانانو په نامه د سپورټ انټرنټي پاڼې چلونکي لقمان حکیم وايي؛ په ۱۳۹۳ کال کې چې بیلا بیلو افغان لوبغاړو ډيرې سیالۍ درلودې د سپورت مینه وال په هېواد کې زیات شوي او تر ډيره سپورتي مطالب خلک خوښوي:

"دا چې په دې کال کې افغانانو ډیرې سیالۍ وکړې؛ په هېواد کې یې مینه وال هم زیات پیدا کړل؛ هر چا غوښتل چې خپل لوبغاړي وګوري؛ د لکونو خلکو پر وړاندې غږیدونکی ملي سرود واوري چې دا کار د لوبو سره د اشنایي او مینې سبب شو؛ اوس خلک تر ډيره سپورتي معلومات خوښوي او غواړي چې لا پوه شي او خپل لوبغاړي وپیژني."

له هومره ویلو وروسته دې نتیجې ته رسیږو چې دا کال که د لوبو له پلوه له افغان لوبغاړو او مینه والو لپاره مصروف و له ځان سره یې په اداري کچه ځینې ستونزې هم درلودې.

لوبغاړي، افغان کارپوهان او د لوبو مینه وال وايي؛ ورزش ته پاملرنه په هېواد کې سالمې مشغولتیاوې رامنځته کوي؛ لوبغاړو ته اسانتیاوې برابروي او په خپل حکومت د ځوانانو باور ډيرولای شي چې باید په نوي کال کې ورته افغان حکومت پاملرنه ډيره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG