د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

په کابل بازار کې یوه ښځه تر وژل کېدو وروسته سوځول کیږي


زیاتو غربي ورځپاڼو په کابل کې د شاه دوشمشېره زیارت ته نږدې؛ د یوې ښځې د وژل کېدو او د هغې د سوځول کېدو په اړه تبصرې کړې دي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د سیمې د دوکاندارانو په حواله لیکلي چې قهرجنو خلکو پرته له دې چې معلومه کړي چې په ریښتیا دې ښځې څه کړي وو او د هغې رواني حالت څنګه و؛ پر هغې حمله وکړه.

ورځپاڼه وايي، په دې اړه ډير محدود معلومات خپاره شوي او نړېوال طبي متخصصین باورلري چې افغانستان کې څه باندې څلويښت کاله جنګ شوی؛ نو طبیعي ده چې زیات خلک یې رواني ستونزې لري؛ په ځانګړي ډول هغه ځوانان چې په جنګ کې پيدا شوي او ستر شوي دي.

د لاس انجلس ټایمز په حواله، یوه سروې چې د افغانستان حکومت په وروستیو کې کړې څرګندوي چې له درېیو – دوې برخې افغانان یو ډول رواني ناکراري لري. په داسې ټولنه کې چې دومره رواني ناروغان لري؛ ډير کم خلک د درملنې لپاره ډاکټرانو ته ورځي.

ډېلي ټیلګراف:

د بریتانیې چاپ ډېلي ټیلګراف ورځپاڼه لیکي؛ په کابل کې د دې ښځې د وژل کیدو او بیا د هغې د مړي د سوځېدو له جریانه خپاره شوي عسکونه؛ وحشتناک دي.

ورځپاڼه لیکي، په دې عسکونو کې یو شمېر وحشي نارینه لیدل کیږي چې د شاوخوا دیوالونو خښتې را ایستلې او دا ښځه یې پرې وهلې ده.

ډېلي ټلیګراف د دې وژل شوې ښځې د مور او پلار له خولې لیکلي چې هغه فرخنده نومیده؛ اوه ویشت کلنه وه او له ډيرې مودې راهیسې یې رواني ناروغي درلوده.

ورځپاڼه وایي، سره له دې چې افغانستان د طالبانوله وخت سره فرق کړی او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار شوی؛ خو داسې پيښې د افغانستان له وضعیته یو ډير تاریک تصویر ورکوي.

فارن پالیسي خپرونې د یوې بلې افغانې ښځې داستان خپور کړی چې څو اونۍ وړاندې د دې لپاره چې په ښار او بازار کې د ځوانو نجونو او ښځو په وړاندې ناوړه چلند ته د خلکو پام را واړوي؛ د اوسپنې په جامه کې د باندې را وتلې وه.

دا ښځه کبرا خادمي نومیږي.

دا تقریباً اوه یا اته دقیقې په همدې حالت کې ښار ته را وتلې وه؛ خو د فارن پالیسي په وینا، همدا لنډ وخت هم کافي و چې خلک یې د معنوي شخصیت او ټولنیزو اخلاقو په اړه پوښتنې را پورته کړي. د خپرونې په لیکنه، اوس، کبرا خادمي له خلکو پټه اوسي.

فارن پالیسي پوښتنه کوي: ستونزه چیرته ده ؟

د خپرونې په باور، سره له دې چې په څرګند ډول په لارو او کوڅو کې ښځې ځورول کیږي؛ افغانان په عمومي توګه او په ځانګړي ډول د دې هیواد حکومت دې مسالې ته په مهمه سترګه نه ګوري او تر اوسه یې پر ضد کوم خاص اقدام نه دی شوی.

د فارن پالیسي په وینا، د هرې عزتمندې افغانې کورنۍ؛ خور، مور یا لور د دې ستونزې قرباني کیږي او یا یې متاثره کوي؛ خو ټولنه یې په مختلفو پلمو په وړاندې له زغمه کار اخلي.

خپرونه زیاتوي، په اسلام کې یو داسې اساسي اخلاقي اصل شته چې د اسلام د پيغمبر پر وینا ولاړ دی او هغه دا چې غوره مسلمان هغه څوک دی چې بل مسلمان یې د ژبې او له لاس له ضرره په امان کې وي.

XS
SM
MD
LG