حمل د شپاړسمې د انتخاباتو په اړه نظریات که څه هم بېلابېل دي خو دا ټول نظریات په دې مهم ټکي کې سره یوځای کېږي چې دې انتخاباتو د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د قدرت سوله ایز انتقال ته امکان برابر کړ.
هر افغان وګړی چې د انتخاباتو په ورځ یې یوعالم خطرونه پرځان ومنل او خپل د رایې حق یې استعمال کړ د اتل حیثیت لري خو په دې کسانو کې ځانګړي اتلان هم شته. ډیموکراسي د آزادۍ په څېر ده چې قرباني غواړي.
د آزادۍ راډیو د کال شخصیت هم د همدې باور له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ د خپلې معصومې لور د مړینې ستر غم په سینه کې پټ وساته او د رای ورکولو حوزې ته ولاړ څو د کورنۍ نور غړي او دوستان له رای ورکولو پاتې نشي.
د وري په پنځلسمه د شپې دولس بجې وې چې د جواس خان شپږ کلنې لور دریم ګلې وروستۍ سلګۍ ووهلې او سا یې ورکړه خو د تڼیو ولسوالۍ په اورژلي کلي کې هېڅوک خبر نشول ځکه د سهار په اوو بجو د رای ورکولو محلونه پرانیستل کېدل.
جواس خان وايي، که سبا سهار کلیوال د ده په ویر کې د ګډون لپاره د ده کورته راغلي وای، نو زیات شمېر خلک له رای ورکولو پاتې کېدل نو ځکه په هغه شپه ده پر خپل زړه لویه تیږه کېښوده:
"د شپې تقریبا دولس بجې به وې کوروالا مې راغله، راته ویې ویل چې ته خوبولی پروت یې، دریم ګله په حق ورسېده. خپلې کوروالا ته مې وویل چې ګوره غږ، ځوږ جوړ نکړئ. زما وروڼه، ورېرونه راجګ شول او ویل یې چې اوس به خپل پردي ته خبر ورکړو، خو ما ویل نه. سبا د ټاکنو رسمي ورځ ده او تقریبا په څلورو بجو د رایو ورکول پای ته رسېږي. تاسو به ترهغه خلک نه خبروئ چې څو رایې اچول شوې نه وي. هغه وخت به بیا خپل او پردي خبر کړو چې رایې وکارول شي او هله به دا مړی خاورو ته سپارو."
د وري په شپاړسمه چې د انتخاباتو تاریخي ورځ وه، جواس خان د سهار په اوو بجو خپله د زړه ټوټه له خپلې مېرمنې او مور سره په کور کې پرېښوده او د کورنۍ ټول غړي یې له استثنا پرته له ځان سره د انتخاباتو حوزې ته بوتلل:
"یوه مې خپله مور وه، یوه مې کوروالا وه دا مې مړي ته پرېښودې نور که مې وروڼه وو، که مې خویندې وې او که ورېندارې، دا مې ټول په موټرو کې راسره کېنول حوزې ته ولاړو. زنانه د کلي مو په ډاټسونو کې ولېږلې، موږ ژڼکي په ټراکټرونو او ډمټرکونو کې سپاره شوو."
د ورژلي له کلي د رای ورکوونکو ډله د تڼیو ولسوالۍ د انتخاباتو حوزې ته ورسېده خو هلته ډېره ګڼه ګوڼه وه او جواس خان اړوځي چې د کلي یو مخور ته حقیقت ووايي څو دوی وکولای شي له نورو مخکې رایې ورکړي. سپین ږیری له خلکو غواړي چې جواس خان او د کورنۍ غړو ته یې لومړی د رای ورکولو وار ورکړي:
"هلته یو سپین ږیری راپاڅېده. سپین ږیري وویل، و خلکو، لږ آرام شئ چې یوه خبره درته کوم چې د جواس خان لور د شپې په دولسو بجو په حق رسېدلې ده خو ترهغه پورې یې دا خبره پټه ساتلې ده په زړه کې چې دا خلک ټول حوزې ته راغلل. اوس تاسې دا مهرباني وکړئ چې په حوزه کې جواس خان ته لږ لار ورکړئ چې دی خپله رایه واچوي او ځان کور ته ورسوي. له دې سره خلک لږ او خپه شول. یو، دوه دقیقې خو چا غږ هم ونکړ. په آخره کې سپین ږیري رامخ کې شول او زموږ کورنۍ ته یې ټوله لاره راکړه."
د جواس خان مېرمنې ته هغه شېبه ښه یاده ده چې دا او سپین سرې خواښې یې دې ستر غم ته په کور کې یوازې پاتې شوې:
"ماته خدای صبر راکړ، غم مې په خپل ټټر کې وساته. پلار او مور مې خبر نکړل یو مې خواښې ورته پاتې شوه او یو زه، بس نور نو هېڅوک هم نه و، حتی خپل د تره زامن مو هم په نجلۍ خبر نکړل چې موږ ته داسې پېښه شوې ده. بس دواړو ورته کېناستو. چې کله دوی حرکت راوکړ او ټلفون یې وکړ چې موږ درغلو خپل ګاونډیان مو خبر کړل چې موږ ته داسې واقعه پېښه شوې ده."
بیزعمرخان د اورژلي کلي یو اوسېدونکی چې د دریم ګلې له مړینې د رای ورکولو په حوزه کې خبر شوی د جواس خان پرېکړه د یوه پاخه مشر کار ته ورته کار بولي:
"دا کار به کوم مشر هم ونکړي چې جواس خان وکړ. جواس خان دا وکړل چې مړی یې پټ کړ، انتخابات یې خلاص کړل او وروسته یې خبر ورکړ چې زما مړی شوی دی. له هغه ځایه مړي ته راغلو او مازیګر ته مو ښخ کړ."
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات له خپلو ټولو لوړو ژورو سره تېر شول، د ملي وحدت حکومت جوړ شو او جواس خان خپل مسوولیت د یو با درکه افغان په توګه ترسره کړ خو نژدې یوکال وروسته چې ژوند بېرته عادي بڼه خپله کړې د دریم ګلې د نشتوالي د غم پېټی د ده پر اوږو درنېږي:
"خپل اولاد د زړه ټوټه ده، له زړه اخیستل شوې ده. والله دا اوس هم د سترګو په وړاندې مخکې مخکې راته ګرځي. باالکل ماته کله کله په خوب کې رایادېږي."
د جواس خان مور هم د خپلې لمسۍ د مړینې ترخه خاطره یادوي، خو په داسې حال کې چې د خپل زوی د پرېکړې ننګه کوي، وايي چې له صبر پرته دوی ته بله لاره نه وه پاتې:
"دا دومره سخته وي چې ته وا آسمان او ځمکه سره چوي. مرګی ډېر سخت او ډېر تریخ دی. په نیمګړې دنیا یو مرګی تریخ دی او یو رنځګی. خو بیا موږ صبور یو، خدای ته په صبر شوي یو."
ډیموکراسي په افغانستان کې ډېر نوی مفهوم دی او د جواس خان د مور په عمر ډېر خلک یې ښايي په تعریف او اهمیت پوه نشي، خو جواس خان که څه هم ښوونځي او پوهنتون ته نه دی تللی مګر په دې اړه خپل تصور او خپل نظر لري. دی په زغرده وايي چې ولې د ده لپاره انتخابات مهم و، دومره مهم چې د دریم ګلې دروند غم یې پرې هېر کړ:
"انتخابات د دې لپاره راته مهم و، چې تقریبا څلوېښت کاله ووتل خو جنګ دی، وینه ده، مرګ دی، بم دی، زه وایم چې آخر موږ خو هم مسلمانان یو. بم وچوي لس مېړه، پنځلس مېړه پکې مړه شي. هغوی خو هم خور لري، مور لري، پلار لري او همداسې اولاد ترې پاتې کېږي. آخر نه آخر یووختې خو به پر موږ یو ژوند راځي او که به دا ژوند همداسې په سره اور کې تېروو؟ ستړي یو له دې جنګونو، تباه او برباد یو."
جواس خان د پخواني ولسمشرحامدکرزي له خوا نوي حکومت ته د قدرت سپارلو ته چې په افغانستان کې د واک لومړی ځل سوله ییز انتقال بلل کېږي، په کوم نظر ګوري:
"الحمدلله چې په افغانستان کې یو پاچا دیارلس کاله پاچاهي وکړه. بیا شکریه، هزارهزار شکریه چې ده خپله څوکۍ په رضا پرېښوده چې ملګریه دا ما تاسو ته وسپارله. زه په دې ډېر فخر کوم."
د آزادۍ راډیو د کال شخصیت په یوه وخت کې د څو مثبتو صفاتو په خاطر ستایو. په جواس خان کې زړورتیا، زغم، تدبیر، هېواد او د هېواد ګټو ته وفاداري او ګڼ نور صفات یوځای شوي او د ورژلي کلي اوسېدونکو هم ګام په ګام د دې صفاتو پر پلونو پل ایښی دی او لکه څنګه چې د ده کلیوال قمرخان کیسه کوي دوی د قانون او نظام حاکمیت ته هومره لېوال دي چې د هېواد د مشرانو له غوښتنې سره سم هرڅه ته تیار دي:
"خبرې دوې راغلې وې. که مړي ته دلته پاتې شوي وای نو رایه نه اچول کېده او که مړي ته نه وای پاتې شوي رایې ته تللي وای دلته مړی پاتې کېده. بیا موږ داسې وویل چې که پاچا (ولسمشر) موږ ته جوړ شي موږ ته به یوه آبادي ځینې جوړه شي، یوه وظیفه به ترې راووځي، افغانستان به جوړ شي، هرسړی به په خپل کاروبار او په خپله وظیفه اخته شي او د پاچا به ویل وي زموږ به تلل وي."
اته دېرش کلن جواس خان د تڼیو ولسوالۍ په ورژلي کلي کې اوسي. دی بزګر دی او په یوه معمولي کور کې چې د یو غره له پاسه ودان دی استوګنه لري. دی دنګ ځوان دی چې لنډه توره ږیره یې د یوه عام کلیوال افغان بڼه ورکوي خو شمېرلې او په دقت خبرې یې ښيي چې عام افغانان نور نو هغه پخواني ساده وګړي نه دي او تودو سیاسي تحولاتو بدل کړي.
جواس خان دا تمه نلري چې د خپلې رایې په بدل کې به له حکومت او چارواکو څه ترلاسه کړي خو ژمنه کوي چې د یوه عام افغان په توګه به د هېواد په سیاسي چاپېریال کې ژوند ته دوام ورکوي.
جواس خان وايي د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کې یې د خپلې لور مړی په کور کې پټ وساته چې خلک د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره له رای ورکولو څخه پاتې نشي خو په بل ځل انتخاباتو کې به حتی که یو لاس هم ونلري ګډون کوي.