د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

عبدالله: امنیت شورا د یوې ښځې د قتل او سوځولو پر پيښې بحث وکړ


د افغان حکومت اجرایي رییس وایي، په کابل ښار کې د خلکو په لاس د یوې ښځې د سوځولو پرموضوع د امینت شورا بحث وکړ.

عبداله عبداله دا خبره د جمعې په ورځ په کابل کې د نویو نیالګیو د کېنولو په مراسمو کې وکړه.

په عین وخت کې د ښځو ځینې فعالانو داعمل غندلی دی.

د افغان حکومت اجرایي ريیس عبداله عبداله وايي، په کابل ښار کې د نارینه و په لاس د یوې ښځې د وژلو پر پیښې څیړنې روانې دي.

ده دا خبره د جمعې په ورځ په کابل کې د پسرلي په مناسبت د نویو نیالګیو د کېنولو په مراسمو کې وکړه.

ده وویل، د هېواد د ملي امنیت شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې پردې پیښې بحثونه کړي دي:

″دا پیښه چې پرون شوې، تیره شپه هم د ملي امنیت په شورا کې پرې بحث وشو او په هکله یې څیړنې روانې دي.″

د پنجشنبې په ورځ یو شمېر پاریدلو خلکو د کابل ښار د شاه دوشمشیره جومات ته څیرمه یوه ښځه لومړې په وهلو ټکولو وژلې ، بیا یې سیځلې او بیا یې د کابل سیند ته اچولې ده .

د پیښې ځیني عیني شاهدان وايي، دغه پیښه هغه مهال وشوه چې ښځې د قرانکریم نسخه سوزلې وه .

د دې پیښې په ویډیوګانو کې چې د فیسبوک له لارې خپرې شوي لیدل کېږي چې یوه ښځه د خلکو له خوا تر مرګه وهل کېږي خو پولیس پکې مداخله نه کوي.

په کابل کې د ښځو د حقونو ځیني فعالانې په عام واټ کې د دې ښځې وهل، وژل او بیا ورته اور اچول، غندي .

دوې وايي، د واټ پولیس د پیښې شاهدان دي خو دغه ښځه له وژلو ، نه ژغوري .

د ښځو د حقونو یوې فعالې مجبوبې سراج د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

″دا حرکت چې موږانسانان يې ترسره کوو او پریکړه کوو چې ټول سالم یو.

په دې نه پوهیږو چې د یوې ناروغې پر وړاندې څه کوو.

دوې ځانونه ښيي چې موږمسلمانان یو او یوه ناروغه ښځه وژنو. دا کارپه رڼا ورځ د خلکو په مخکې وشو.″

د ښځو د حقونو فعالانو له حکومته وغوښتل چې د دې پیښې عاملین دې د قانون منګلو ته وسپاري.

هڅه مو وکړه چې په دې هکله د بشرد حقونو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو نظر هم ولروخو هغوې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه .

په عین حال کې هیترابارچې په اسیایې هېوادونو کې د بشرد حقونو په هکله څیړنې کوي وايي چې دا ښځه اوه ویشت کلنه او نوم یې فرخنده و.

بل خوا د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، تر اوسه یې د پیښې په تړاو نهه تنه نیولي دي.

د دې قوماندانۍ د جنايي څانګې مشرفرید افضلي ازادۍ رادیوته وویل، د نیول شویو کسانو په هکله دلایل لري:

″قضیه په هماغه وخت د پولیسو ترڅارنې لاندې ده.

تراوسه مو د قضیو نهه تنه پارونکې نیولي دي. د ښځې معالج ډاکټر ویلي چې دا ښځه رواني ناروغه وه. نورې څیړنې هم کوو.″

افضلي دا هم وویل، پولیسو د پیښې پرمهال هڅې کړي خو بریالي شوي نه دي.

کوم عسکونه چې ازادۍ رادیو ته رسیدلي ښيي چې دا کار اکثرو ځوانانو او تنکېوځوانانو کړی دی.

عکسونه دا هم ښيي چې ښځه ډیرې هڅې کوي چې له وهلو ټکول ځان وساتي خو د تیږو، لرګیو، لګتو او سوکانو ګوزارونه د ومره ډیر وي چې ښځې ته دپور ته کېدو وخت نه ورکوي.

کارپوهان تاکېد کوي چې عدلي او قضایي ارګانونه دې پیښه پهدقت او جدیت سره وڅیړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG