د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

مسعود: وسله وال مخالفین دې نوي کال ته د درناوي په خاطر سوله وکړي


د یوزرودرې سوه څلورنوي لمریزکال د پیلیدو په مناسبت، د جمعې په ورځ په پغمان کې غونډه جوړه شوې وه چې په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د جمهور ريیس استازي احمد ضیا مسعود، د کابینې، ملي شورا او مدني ټولنو یو شمېر غړیو په کې ګډون کړی و.

وینا والو د دوې په لیکنو کې هیله وښوده چې دا کال افغانانو ته د سولې او پخلاینې کال اوسي او احمدضیا مسعود پر مخالفینو غږ وکړ چې د نوې کال د درناوي په خاطر دې، د سولې خبرو ته حاضر شي څو په هېواد جنګ جګړې او وینې توېېدنې پاې ته ورسیږي.

په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د جمهور ريیس اشرف غني فوق العاده استازي پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د نوي کال د درناوي په خاطردې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضرشي څو په هېواد کې جنګ او ورور وژنه پاې ته ورسیږي.

ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پغمان په نوروزي ماڼۍ کې د یوزره درې سوه څلور نوي یم لمریزکال د پیلیدو په مناسبت جوړې غونډې ته ورکړي:

″زه له ټولو ډلوڅخه چې جنګ کوي هیله کوم چې د سولې له پروسې سره یوځای شي، راځئ چې خپل هېواد ښکلی کړو. د انسان د ویني د تویولو پرځای له انسانانو سره مینه وکړو او خپل هېواد ورغوو.″

سربیره پردې ویناوالو په خپلو مقالو او لیکنو کې وویل، سره له دې چې نوروزد نوي کال د پیل نوم دی خو د دې ترڅنګ د کار او فعالیت او میني او پخلاینې ته د خلکو د نوې ارادې نوم هم دی.

ځینو وینا والو وویل، ډیر کلونه کیږي چې د افغانانو د ملي او خوښیو ورځې په غم اوښتي او د جنګونو په دواړو لورو کې د افغان وینه تویه شوې ده او نورباید دغه ناخوالې په سوله او پخلاینې بدلې شي.

خلکوهم هیله کوله چې د نوي کال د پیلیدو په برکت دې، له هېواده د ناامنیو تغړ ټول شي.

د پغمان د ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ضیاءاله ازادي رادیو ته وویل:

″نن د خوښی ورځ ده، نوی کال پیلیږي، زموږهیله ده چې جنګ جګړې پاې ته ورسیږي او ټول افغانان په خوښی کې ژوند وکړي، جنګ خو تباهي ده، موږډیره تباهي لیدلې ده نوره بس ده.″

په غونډه کې د ځینو لیکوالو د مقالو له مخې نوروزپه دې سیمه کې له شاوخوا پنځه زره کالو راهیسې د نوي کال د پیل په نامه نمانځل شوې او په دې ورځ به د دې تاریخې سیمې خلکو د خوښیو ترڅنګ، یو تربله پخلا کیدل، خوښي به یې کولې او د ابادۍ لپاره به یې نوی تصمیمونه نیول.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG