د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د کابل پولیس د یوې ښځې د سوځونې پیښه څیړي


د کابل پولیس د یوې ښځې د سوځونې پیښه څیړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

د کابل پولیس وايي، د پنجشنبې د ورځې د هغې پېښې په اړه څیړنې کوي چې په کې ګڼو خلکو یو ښځه ووژله او د هغې مړي ته یې اور واچوه. پېښه د پنجشنبې په ورځ د کابل د شاه دوشمشیره جومات ته نژدې وشوه. ویل کېږي وژل شوې میرمنې د قران پاک نسخه سوزولې وه. پولیسو او عیني شاهدانو ویلي، پاریدلو خلکو وروسته له هغې چې یوې ښځې د قران پاک یوه نسخه وسوزوله هغه په وهلو او ډبولو وژلې او د هغې مړي ته یې اور اچولی دی. یوعیني شاهد ازادۍ راډیوته وویل: ″موږ ولیدله چې دې ښځې قران وسوزوه، ډیرخلک د پېښې ځای کې راټول شول او هغوی دا ښځه وسوزوله.″ د کابل د جنايي پولیسو مشرجنرال فرید افضلي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، کله چې پاریدلو خلکو تورنه ښځه په وهلو ډبولو ووژله د هغې مړی یې د کابل سیند ته وغورځوه. نوموړی وايي، پولیسوهڅه وکړه چې پاریدلې خلک خواره کړي خو ونه توانیدل.

XS
SM
MD
LG