د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

په تونس کې پر بهرنیو ګرځندویانو خونړۍ حمله وشوه


د تونس په مرکز کې مشکوکو تروریستانو پر بهرنیو ګرځندویانو برید وکړ او د څو اروپایي هېوادو نژدې شل ګرځندویان یې ووژل.

تونس له اقتصادي پلوه پر ګرځندویانو ډیره تکیه کوي. د ۲۰۱۱ کال له عرب پاڅون را وروسته په دې هېواد کې وسله والو، داسې برید چې دومره تلفات په کې واوړي، نه وو کړي.

دا حمله د چهارشنبې په ورځ د تونس په ښار کې د پارلمان ودانۍ ترڅنګ پر یوه موزیم وشوه.

د تونس صدراعظم حبیب الصید په مرکز تونس کې پر باردو موزیم د شوي برید په اړه تیرماښام رسنیو ته وویل:

«د لومړنۍ نتیجې له مخې نژدې ۱۹ کسان په دې برید کې وژل شوي دي چې ۱۷ یې بهرني ګرځندویان دي.

دوی د بېلابېو هېوادو دي، د پولنډ، ایټالیا، جرمني، اسپانیا او دوه تنه هم د تونس دي چې یو یې د ځانګړیو ځواکونو څخه و. دواړه ترورستان چې حمله یې کړې وه، وژل شوي دي.»

د تونس صدراعظم زیاته کړه چې په دې برید کې ۲۴ تنه ټپیان شوې دي چې دوه یې د تونس دي او نور بهرني ګرځندویان دي.

د تونس د کورنیو چارو د وزارت ویاند سي این این تلویزیون ته وویل چې دواړو برید کوونکو پوځي جامې لرلې او دوی اسلامي افراطیان وو.

د تونس د کورنیو چارو د وزارت په وینا برید کوونکو یو شمېر بهرنیان برمته کړي هم وو خو له امنیتي ځواکونو سره د ډزو پر مهال دواړه ترورستان ووژل شول او برمته کسان خوشي شول.

ملګروملتو دا برید وغانده. د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند فرحان حق یوې خبرې غونډې ته وویل:

«د ملګروملتو سرمنشي بان کي مون په سختو ټکیو د باردو پر موزیم د تونس په مرکزي سیمو کې شوی برید غندلې دی او د بې ګناه کسانو پر وژنه خواشینی دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي همداراز د تونس له ولس او چارواکو سره هم خواخوږي څرګنده کړې ده»

تیره میاشت د تونس حکومت د ۱۰۰ افراطیانو د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې ځینو یې د اسلامي دولت یا داعش له ډلې سره اړیکي لرل. د ځینو راپورونو له مخې له تونس څخه شاوخوا ۲۵۰۰ کسان تر اوسه عراق او سوریې ته تللي دي او د اسلامي دولت له ډلې سره یوځای شوې دي.

XS
SM
MD
LG