د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

امریکا ته به ۱۵ښځینه سوداګرې د عملي زده کړو لپاره ولیږل شي


ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د امریکا د خصوصي سکټور له خوا ۱۵ ښځينه سوداګرې میرمنې د عملي زده کړو لپاره امریکا ته ولیږل شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه د جوړې شوې غونډې پرمهال وویل، دا هغه سوداګرې ښځې دي، چې له دې وړاندې یې په کابل کې زده کړې کړي دي.

په داسې حال کې چې دا مهال افغان میرمنې د سوداګرۍ په برخه کې کمرنګه رول لري، د سوداګرۍ خونې مسولین وایي، هڅه کوي چې د افغان سوداګرو میرمنې وړتیاوې لوړې کړي.

په دې وروستیو کې څلوریشت افغان میرمنو په همدې هدف په کابل کې د سوداګرۍ په برخه کې زده کړې وکړې او اوس د دغو میرمنو له ډلې پنځلس د نورو زده کړو لپاره امریکا ته ځي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي په دې اړه د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې ازادۍ راډيو ته وویل چې سوداګرو میرمنو ته دا زده کړې مهمې دي او په کاروباربه یې ښې اغیزې وکړي:

″زموږ له نظره دا پروګرام ډيره ښه نتیجه ورکړې ده، دا کولای شي چې ظرفیت جوړ کړي، له دې لارې افغان میرمنو ته د سوداګرۍ عملي کړنه لاره ښودل کیږي، کومې ښځې چې د دې پروګرام له لارې راغلې دي دوي اوس کاروبار جوړکړی او ښه فعالیتونه کوي.″

دا پنځلس سوداګرې میرمنې د سوداګري د سولې زېږنده" پروګرام له لارې امریکا ته ځي.

د دې پروګرام له لارې په تیرونهوکلونو ډیرو افغان سوداګرو میرمنوته روزنه ورکړل شوې.

دا پروګرام د تري نيس په نوم د يوې امريكايي ښځې له خوا چې د خيريه پروګرامونو مديره ده، پرمخ وړل كېږي.

ياد پروګرام دوه مرحلې لري چې په ترڅ كې يې سوداګرو ښځو ته دا ښودل كېږي چې څه ډول سوداګري وكړي او له خپل ګټې او زيان څخه با خبره شي.

د دې پروګرام مسوولین وایې، هغه ښځې چې د دې پروګرام لارې امریکا ته لیږل کیږي هلته له امریکایې سوداګرو ښځو څخه د سوادګرۍ په برخه کې عملي زده کړي ترلاسه کوي.

په عین حال کې یو شمېرافغان میرمنې چې د دې پروګرام له لارې د سوداګرۍ په برخه کې زده کړي کړي خوښي څرګندوي چې دا ډول پروګرامونه به د دوې په کارونو مثبت اغیزه وکړي.دوو افغان میرمنو په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

″زما نوم ارزو نورستانۍ ده زه په نورستان کې د وچو میو تجارت لرم دا پروګرام موږ لپاره ډير ګټور و، موږ په دې پروګرام کې دا زده کړې چې څنګه کولای شو خپلو سوداګریو کارونو ته پراختیا ورکړو.

″زه ثمه سادات حسیني یم، سوداګري د سولې زېږندې د دې پروګرام یوه ګډونواله، کوم موضوعات چې موږ دلته زده کړي زما لپاره ګټور و او همدارنګه زما د سوداګرۍ په برخه کې خورا اغیزمن و، نو هیله منه یم چې دا ډول پروګرامونه د ښځو لپاره پراختیا پیدا کړي. ″

که څه هم په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغان میرمنو د ظرفیت لوړولو او په سوداګرۍ برخه کې ځيني هڅې شوي دي خو افغان میرمنې وایې چې دا پروګرامونه د پام وړنه وو او غوښتنه کوي چې د ښځو د ظرفیت لوړولو لپاره باید دا ډول پروګرامونه لا ډير شي.

راپور:ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG